يوۀ هلك غوښتل په درسي كورس  كې داخل شي. د ليكني په ازموينه كې د خپلې ځېركتيا له امله بريالى شو او د انټرويو لپاره وبلل شو. انټريو كونكي وليدل چې هلك خورا هوښيار دى، ورته بې حوصلې شو، غوښتل يې هلك په خبرو كې مات كړي. پوښتنه يې ورڅخه وكړه” په خپله خوښه  راته ووايه، ايا غواړي چې لس اسانه پوښتنې درڅخه وكړم او كه يوه سخته پوښتنه،  له ځواب راكولو مخكې ښه غور وكړه. “

هلك له  لږ ځنډ  فكر كولو وروسته ځواب وركړ” زه غواړم يوه سخته پوښتنه ځواب كړم. “

” ډېر ښه، بريا درته غواړم، ستا خپله خوښه ده، انټرويو كونكي وويل او له دې سره يې له هلك څخه وپوښتل ” داراته ووايه چې لومړى ورځ راځي او كه شپه؟“

هلك ټكان وخوړ، يوه شيبه غلى ناست و او بيا يې ځواب وركړ” ورځ“

”څنګه ؟ “  سړى مسكى شو، ” په زړه كې ورتېره شوه بالاخره مې تم كړې“

  ” بښنه غواړم ښاغليه، تا راسره وعده كړې وه چې دويمه سخته پوښتنه به راڅخه نه كوې! “

 

او له دې سره هلك ته سمدستي په كورس كې داخله وركړل شوه.