ليكوال: نورمحمد سعيد

د دې ځاى  د مشاعروبرعكس د سعودي عربستان د جدې ښارپه دې مشاعره كې له شاعرانو پرته هم ډېرو خلكو ګډون كړى و. د مزدورۍ لپاره دې ښار ته راغلي لسګونه پښتانه كلنۍ مشاعرې ته راغلي وو. يو څو تنو شاعرانو خپل شعرونه وويل چې  وياند اعلان وكړ: د مشاعرې په دې برخه كې مشهور شاعر بټن ګل خانه خراب صيب  ته بلنه وركوم، چې سټيج ته راشي او خپل فيلسوفانه شعر تاسي ته  وړاندې كړي. وياند د غونډي له ګډونوالو د خانه خراب صيب په وياړ د لاسونو پړكولو غوښتنه هم وكړه .

 

خانه خراب صيب له يوه كونجه راووت. د چوكيو په منځ كې شته لارې ته داسې را تاو شو لكه هيليكوپتر چې د ناستي ځاى ته ځان سموي،  تر اسټيجه بيا داسې روان و لكه پوځيان چې مارش كوي.

 

د غونډي ګډونوالو يې په وياړ د لاسونو پړكولو كار وكړ، خو په شاتنيو چوكيو كې ، چې زلميان ناست وو، خدايزده ولي زوږ شو. له هغې خوا عجيبه غوندې غږونه راتلۀ، مثلاً د خانه خراب صيب د نوم په اوريدو يو چا په زوره  وويل: خدايه خير كړې !

نور غږونه بيا داسې وو

 

- پام  كوه ګوره  ماشومان ناست دي.

- وركه ډنګ.

- اوس يې خوند وكو.

 

تر اسټيج پورې د خانه خراب صيب تر رسيدو پورې همدغسې پس پسى و، خو خانه خراب صيب له هر څه بې پرواه اسټيج ته وخوت او مايكروفون يې واخيست. په ګوته يې دوه، درې ځله وټكاوه.  له شاتنيو چوكيو بيا غږ راغى: څه پكې مات نه كې!

 

خانه خراب صيب په شاتنيو چوكيو كې ناستو ځوانانو ته په غوسه  وكتل، مايك ته يې خوله نژدې كړه او وې ويل: يو، دوه، درې  ټيسټنګ، يو دوه، دوه نيم...

وياند  د لاس په اشارې ورته وويل، چې مايكروفون سم دى، غږ دې اورو ورځه پرې...

 

 

خبرې يې، چې پيل كړي، نو له واره يې وياند  ته مخ ور واړاوه، وايي: يو خو تا سړي توب زده نه كړ!

شپيته ځله  مې درته ويلي دي، چې زما نوم بټن ګل او تخلص مې خانه خراب نه دي، بلكې زه پتنګ ګل خان نوميږم او تخلص مې درياب دى.

 

ويندوى خواركي ورته خوله جينګه كړه، خو د هغه له ځواب وركولو مخكې له وروستيو چوكيو بيا غږ راغى: ډېر فرق سره  نه لري، ځه ګير بدل كړه!

 

ده هم ډېر ورپسې سر ونه ګرځاوه. د كلاسيك هندي راګونو د استادانو غوندې يې يوه دوه غړانګې كش كړي، نو ايله پوه شوم، چې ترنم ته يې نيت دى. په شرنګيدلي غږ يې پورته كړه: د جانان مخ لكه پطنوس دى ... جااااااار

له وروستيو چوكيو هم ورسره ځوابي غږ ونه پورته شوو.

 

-        دواړه غوږونه يې چينكې خوند كوينه

-        واه واه خيرنه

-        هى هى هى...

 

ښۀ ځنډ يې په غور په وروستيو چوكيو كې ناستو ځوانانو ته كتل او بيا يي خدايزده څه په زړه كې ور وګرځيدل، مسكى شو، ښۍ  سترګه يي داسې پټه كړه، چې سر او اوږې هم ورسره وښوريدل.

له دې سره سم له نامعلوم لوري د اسټيج په خوا يو اوږد بوټ زموږ د سرونو د پاسه تېر شو. ورسره هګۍ، روميان، ټيپر او نور ډول ډول وراسته سابه د ميزايلو غوندې له يوه بل لوري د اسټيج لور ته وتوغيدل. د لګيدو كره ځاى يې ځكه نه معلوميده چې ناستو ټولو كسانو سرونه ټيټ نيولي وو.