ېوه تږي کارغه داوبو منګی وليد، نو ډېر خوشحاله شو، خو څه ګوري چې منګی تش دي. يوازې د منګي بېخ کي لږ او به پرتې دي. اوس نو پوښتنه دا پېدا شوه چې د منګي له بېخ نه اوبه څنګه  بايد راپورته کړاي شي چې د كارغه مښوكه ور ورسيږي

. کارغه خو هم د حکيم لقمان حکايات مشهور حكايت  لوستى و  او نږدي د منګي خوا ته ډېرې كوچنۍ  ډبرې هم پرتې وي. دى هم په منډه ورغى او  په مښوکه کي يي  تېږې راوړي او منګي ته يي ورواچولي . له سهاره  ماښام شو  كارغه تږی خو ډېر و ستړی هم شو . منګي ته يي چې سر ور ځوړند کړ ، څه ګوري چې اوبه راپورته خو نشوي بلکه هغه لږ اوبه چې وي هغه هم په  ډبرو كې وركي شوي دي، بې واکه يي له خولې ووتل( دلقمان دي بيخ ووزي !)
له دې سره سم تږى كارغه په ځمکه راپريوت او مړ شو . كه ده د دې  كار كولو په ځای  له کوم ځایه  يو اوږد پلاستيکي پايپ  راوړی واي نو دمنګي په غاړه به ناست و  او  په مزه به يې اوبه  څښلې، هم به يې تنده ماته شوې وه  او هم به له مرګه  بچ و.

ليك: ابن انشاء

ژباړه: نورمحمد سعيد