روانه مياشت به په اندونيزيا كې د ملګرو ملتو د ادارې يونيسكو كارپوهان په يوه غونډه كې سره راټول شي. د دې غونډې مقصد د نړۍ  د ۸۴ بيلا بيلو كلتوري دودونو د غير مادي ابداتو په توګه د خوندي كولو پرېكړه كول دي.

د منګوليا خطاطي، په ارمنيا كې د كرنې لرغونى ډول او په فرانسه كې د اسونو د سپرلۍ  په څېر دود  هم له دغو څخه شمېرل كيږي. د امريكا متحده ايالاتو له دې امله د يونيسكو مالي مرسته وځنډوله چې دغې ادارې فلسطين په رسيمت وپېژاند، له دې امله روانه مياشت د دغې ادارې فعاليتونه هم له يو څه  خنډ  سره مخ شول، خو په دې سربېره هم  تمه كيږي  چې د اندونيزيا په بالي دره كې به درواني مياشتي غونډه په ټاكلي وخت وشي.

په دې غونډه كې به كارپوهان په دې اړه غور او پرېكړه وكړي، چې كوم ځانګړې  دودونه، رواجونه  داسې دي چې   د يونيسكو له معيار سره برابر دي،  چې په راتلونكې كې يې د خوندي ساتلو لپاره اړين اقدامات وشي. په يونيسكو كې د دې شعبې مشر سيسلي ډيول  وايې : چې د دې هڅو مقصد يوازې دا نه دى چې سيلانيانو ته په دې اړه معلومات وركړل شي، بلكې داسې عملي اقدامات كول  دي چې په مټ يې دغه دودونه تر راتلونكو نسلونو پورې منتقل شي.

په ارمنيا كې د كروند ګرو يوه  لرغونې ميله"وارداور"   بيا رواج مومي، په دغه ميله كې له كروندې څخه د حاصلاتو دراټولولو په مهال ماشومان په لارويو اوبه شيندي. دغه راز د غونډي په كوربه هېواد اندونېزيا كې يو دوديزه نڅا " سمان" ډېره مشهوره ده.  په دې نڅا كې  بالي ته  له څېرمه سماټرا ايالت څخه هم ډېر خلك ګډون كوي.  دغه راز زرګونه خلك يو بل ته لاس وركوي او په دې نڅا كې ګډيږي. تر اوسه پورې د اتيا هېوادونو يو او يا له يوه زيات دودونه يونيسكو په رسميت پېژندلي دي، خو د پانګي د كمښت له امله دغه اداره نه ده توانيدلې چې د دغو ټولو دودونو ودې او خوندې ساتلو ته اړينه توجه وكړي.

په دې غونډه كې به په ۸۴ نورو دودونو هم غور وشي،  له هغو نه ۲۳ په هغه  لړ ليك كې شامل كړل شوي دي چې د خوندې ساتلو   لپاره  سمدستي توجه ته اړتيا لري. د منګوليا نوم  هم په دې لړليك كې شته چې غواړي په نړيواله كچه د لرغونې خطاطۍ د دود اهميت  ومنل شي، دغه راز  برازيل هم د لرغونې نڅا " يوکوا" د خوندې ساتلو لپاره هلې ځلې كوي.

ژباړه: نورمحمد سعيد

له المان غږ څخه په مننه