ليك: ډاكټر سيد ايس. ايچ. حسن
ژباړه: نورمحمد سعيد
شاعري دا سې نه ده، چې يوازې توري په حساب او ترتيب سره وكارول شي، بلكې په شاعرۍ كې نابلدې جذبې او احساسات وړاندې كيږي. شاعر د انځور ګر په څېر كټ مټ تصويرونه د خلكو مخې ته نه ږدي، بلكې شاعر په هر هغه څه كې چې ويني او ګوري يي د خپل احساس په شاملولو سره معنويت را پيدا كوي.
په همدې اساس ده، چې كله افلاطون شعر د تقليد- تقليد او د متمدنې ټولنې لپاره مضر وباله، نو تكړه شاګرد يي ارسطو څرګنده كړه، چې شاعر د خپل كره احساس او جذبې په شاملولو سره د نقل نقل نه كوي، بلكې (نوى تخليق) كوي او يو نوى تخليق د مثالي مملكت لپاره په هيڅ صورت مضر نه وي. په بل عبارت ويلاى شو، چې په متمدنه ټولنه كې احساس او جذبه د اهميت وړ بلل كيږي.
كله، چې حساس شاعران له ټاكل شويو حدودو بهر قدم ږدي او خپل فكر او احساس د خلكو مخې ته ږدي، نو نوې زمانې پيل كيږي. لون جائنس لومړى مفكر و، چې د ايټالوي قاعده پرستو او ارسطو له خوا ټاكل شوي معيارونه يي بې باروه وبلل او د تخيل او احساس اهميت يي رابرسېره كړ.
د احساس د همدې طرز له امله اسكاټ جيمز لون جائينس لومړى روماني نقاد وباله. رښتيا خبره خو داده، چې په متمدنه ټولنه كې سړې عقل ځپلې رويې له منځه وړل ضروري دي. دغه كار له جذبې، تاثير او تودو ولولو پرته ممكن نه دى. د لون جاينس وياړ دادى، چې لومړى ځل يي د ادبي شاهكارونو د كره كولو لپاره طبيعي، فطري قوانين، بشري كردار، له حكمت او دانش څخه ډكې فلسفې او رواني حقيقتونه د توجه وړ وبلل.
د نوموړي په وينا هغه شاهكار نامتو بلل كيږي، چې لوړوالى sublimity ولري. د فكر لوړوالى، شديد او پياوړي احساسات، تاثير او له وقاره ډكه ژبه د لوړوالي بنسټيزې سرچينې دي. حقيقت دادى، چې شديد جذبات د لوړو فكرونو تر سيوري لاندې د اغېزمنې ژبې په وسيله رامنځته كيږي، نو معتبره شاعري ورڅخه جوړيږي. كه د نړۍ غوره شاعري وګورو، نو وينو، چې جرړې يي له احساس څخه راټوكيدلې دي، دا البته په شاعر پورې اړه لري، چې د خپل احساس په وړاندې كولو كې له څومره مهارت څخه كار اخلي.
د غوره شاعرۍ كمال دا وي، چې شخصي احساس له عامو ارزښتونو سره داسې مل كړي، چې معتبر وبلل شي. اړينه ده، چې موږ يوۀ لور ته د عقلي رويو په شتون كې د احساساتو اهميت او افاديت ومنو او بل لور ته د برسېرنو احساساتو له وړاندې كولو ډډه وكړو.