يوه فيلسوف وليدل، چې يو ساده سړى خپل خر ډېر بې دريغه ډبوي ورته يې كړه:

مه كوه، بچيه مه كوه!  زه درنه هيله كوم چې دا بې چاره حيوان مه وهه، ګوره هغه چې  وهل ډبول كوي، يوه ورځ پخپله هم ځوريږي او د نورو له خوا له همداسې عكس العمل سره مخ كيږي.

په داسې حال كې، چې په ستومانۍ يې لا هم خر ډباوه، ساده سړي ور غبرګه كړه: همدغه،  خو زه غواړم چې دغه څلور بول ته يې  ور زده كړم چې زه يې لږ مخكې  ډېره بده لغته وهلى يم.

فيلسوف ځنې رهي شو او له ځان سره يې فكر كاوه، بې شكه د احمقانو پوهه او هوښياري هم له موږ زياته نه ده، خو د اظهار طريقه يې ډېره اثرناكه ده.....