ليكوال: نورمحمد سعيد

اووه ويشت كلنه هندۍ ښځه سانيوګيتا ماير لږ موده وړاندې  بريتانيا ته كډواله شوې ده. دغه  ښځه د اكتوبر مياشتي په اوولسمه ورځ  له خپل خاوند يانكو او درې مياشتنۍ لور سره  ښاري ريل ګاډي ته وخته، چې هلته يې(ټيوب) بولي او تر مځكې لاندې سفر كوي. مقصد يي داو، چې له بازار څخه يو څه  سودا سامان راوړي

 په دغو ګاډو كې عموماً ډېره ګڼه ګوڼه وي، ځكه دفترونو ته روان  اكثر خلك په همدې ګاډو كې ځي.  وجه يې دا ده  چې دا ګاډي  ژر خپلې سپرلۍ منزل ته رسوي.

 د ويسټ منسټر په سيمه كې يو انګريز هم  همدې ريل ته وخوت چې ميرمن ماير پكې سفر كاوه. دې  سړي د ځايي خلكو غوندې  تور كوټ، پتلون او سپين كميس اغوستي وو او ودي رنګه نيكټايي يې هم تړلې وه.

 د ريل ګاډي دغه كوچ له خلكو كچاكچ ډك و، خو هيچا هم د دې سړي خواته ډېره توجه ونه كړه. سړى د ميرمن ماير خواته ورغى، د هغې په غيږ كې ماشومې ته يې  وكتل، مسكى شو  او له هغې يې وپوښتل: دا ستا لور ده؟

ميرمن ماير په سړه لهجه ځواب وركړ: هو!

سړى ميرمن ماير ته يې وويل: رښتيا درته وايم لور دې ډېره ښايستوكې ده.

له دې سره سړى لږ مخكې لاړ،تشي  چوكۍ  نه وې، نو يوه  څنګ ته ودريد. د ميرمن ماير په زړه كې څه ور تير شو، له خاونده يې وپوښتل: داسړى څوك دى؟، چې په ټول كوچ كې يې زما په لور مينه راغله.

خاوند يې  سمدستي ورغبرګه كړه: دا سړى د بريتانيا لومړى وزير ډيويډ كاميرون دى.

ښځې تر ډېره  ميړه ته داسې كتل، چې له حيرانۍ   ځنې  د خولې پټول هم  هېر و. وروسته يې بله خوا مخ واړاوه، مقصد يې داو، چې خاوند يې بايد د ټوكو ټكالو وخت او ځاى وپيژني، خو هغه پټه خوله شو،  داسې معلوميده چې په خپله خبره كلك ولاړ و.

د ډېري حيرانۍ سبب يي شايد داو، چې د داسې يوه هېواد لومړى وزير،  څنګه له عام ولس سره په ريل ګاډي كې سفر كوي  چې له ۱۸۸۵ راهيسې ډېر د لوړ معيار موټرونه جوړوي،

 

بريتانيا دومره پريمانه موټر ونه جوړوي، چې يوازې تېر كال د دې هېواد د موټر جوړولو د صنعت خواوشا اته لكه  كارګرانو د موټرو ۱۶ . ۳ مليونه ماشينونه جوړ كړل،  

ښځې د خپل خاوند د خبري  سپيناوي لپاره له هغه سره د سر خوږي په ځاى د انګريز خواته ورغله، د سترګو تر كونجو يې يوه بله خوا وكتل او په ټيټ غږ يې ورته وويل: ته رښتيا د بريتانيا لومړى وزير ډيويډ كاميرون يې؟؟

دا ځل سړي يوازې سر كوزپاس كړ، چې معانا يې د هو ويل و. ښځه ښه شيبه بيا هم  نه پوهيده چې څه وكړي. وروسته  يې په زوره   وخندل، چې ميړه يې ورته په سترګو كې اشاره وكړه، نو ايله پوه شوه، چې د خواوشا ناستو، ولاړو خلكو له حسابه داسې هيڅ هم نه دي شوي، چې څوك ورته وخاندي.

له دې وروسته ميرمن ماير غوښتل لومړي وزير ته ووايي، چې  د دې په هېواد هندوستان كې واكمن، خو څه، چې هيڅ يو سياسي مشر هم داسې نه كوي، چې ښاري ټرانسپورټ كې دي سفر وكړي، ځكه نو دا دومره حيرانه شوه.

 ډيويډ كاميرون ورته وويل: كارونه مې ډېر وو، په سړك ګڼه ګوڼه وي، نو ځكه مې د وخت سپمولو  لپاره ښه وګڼله، چې په ريل ګاډي كې سفر وكړم.

 له دې وروسته په ګډو عكسونو اخېستو او له يوه بل نه په مننه كولو دغه كيسه پاى ته ورسيده، چې تر موږ پورې بيا د اكتوبرد اوولسمي ورځي په لندن ټوډې ويب پاڼه كې د ټام هارپر په قلم  راورسيده.

د بلي كيسې د پيدا كولو لپاره مو دلته نژدې كوشش وكړ. په كابل كې خو نه تر ځمكه لاندې ريل ګاډى شته او نه پرې باندې، خو سياسي مشران بيا  ډېر دي. تر مځكه لاندې هم او پرې باندې هم.

 د دوى له ورځنيو كيسو څخه  كوم تازه خبر په ګوتو رانغى، خو د زړو خبرونو له انبار څخه مو يو خبر راوا خېست، چۍ  تر ډېره حده د هري ورځي حال وايي. دغه كيسه  د سږ كال په پيل كې دهمدې تګ راتګ او لارو د  موضوع په اړه د ولسې جرګې په يوه غونډه كې د تاوده بحث حال وايي.

 

كيسه داسې ده، چې وايي د ولسي جرګې په غونډې كې  يوه وكيل د كابل ښاريانو په استازيتوب په حكومتي ادارو، سفارتونو، موسسو او نورو ټولو هغو خلكو سختې نيوكې وكړي، چې په سيمټي خنډونو يې فرعي سړكونه بند كړي دي.

 

ويل كيږي  چې دغه  وكيل  له حكومته وغوښتل، چې  بايد د ښار ټول سړكونه له سره ورغوي او يا يې هم  نوي جوړ كړي. وكيل دا هم  وويل:  چې بايد د سړكونو ژۍ هم پخې شي، چې د موټرو د تيريدو په مهال ځنې  د دوړو پورته كيدو له امله ښاريانو ته تكليف جوړ نه شي.

 

كيسه د عيني شاهدانو له قوله، چې نه يې غوښتل نومونه يې څرګند شي داسې پر مخ ځي چې وايي  كله چې  وكيل د خلكو د سوكالۍ په خاطر  له اوږدې وينا وروسته كورته روان شو ، نو باډي ګاډانو يې ورته د سيكوريټي لپاره  له مخكې عمومي سړك د عامو خلكو په مخ وتاړه.

 

 وكيل  د خپل كروزين موټر ډرېور  ته وويل، چې لږ كرار ځي، ځكه ده  غوښتل په خپل  ايپل ماكينتوش لپ  ټاپ  كې د وايرليس انټرنيټ په  مټ  خپل ايميلونه  وګوري او  يو څه موسيقي واوري، چې تازه يي ډاونلوډ كړې ده.

 

هلته په سړك بيا  خلكو ځېل  كاوه، له باډي ګاډانو يې غوښتل چې لاره دې ورته  خلاصه كړي. يوه سپين ږيري ويل:  چې د اپنډكس د درد له امله يې زړه په چاوديدو   دى بايد د اپرېشن لپاره  روغتون ته ځان ورسوي.  يوه ټكسي چلونكي بيا ويل، چې په موټر كې يي امينداوره ښځه ده، كه ژر روغتون ته و نه رسول شي، نو ...

 

د باډي ګاډانو مشر پرې سترګې برګي كړي، وايي  كه د وكيل صاحب خاطر  نه واى، نو همدلته په سړك به يې ټول  سم كړي وو، خو  چې وكيل صاحب تېر شي له دوى  سره به و ګوري.

 

 ښه كار مګر دا وشو، چې په همدې كې د وكيل د سپرلۍ موټر د شاوخوا اته- لسو موټرو په بدرګه  په هاى او هوى تېر شو. باډۍ ګاډانو يې هم ورپسې وځغستل او په دې توګه د كابل په سړكونو يوه بله ورځ هم له كومې بدي پېښي پرته تېره شوه.