لنډی مړشو


( ولسي کیسه )


لیکوال : سید فخرالدین هاشمي


په تېروزمانوکې یوې غریبې کورنۍ د خپل هېواد د یوه وزیردماڼۍ خواته خپله جونګړه جوړه کړې وه. د دې غریبې کورنۍ مېرمن د وزیرصیب له مېرمنې  سره ډېرښې اړېکې لرلې ، که څه هم د دوی په ژوند کې ډېرتوپیرونه موجود و، خوبیا هم په غم ښادې کې به یې یودبل پوښتنه کوله.

 دوزیرصیب دمېرمن به چې کله په خپله ماڼۍ کې زړه تنګ شو، نودخپلې غریبې ملګرې کره به لاړه اوهلته به په یوه زاړه پوزې ترمازیګره ناسته وه اوله دې ساده ژوند څخه به یې ډېرخوند اخیست. یوه ورځ سهاردخپلې غریبې ملګرې کره لاړه ، ګورې چې غریبه ملګرې یې ژاړې اوپه جونګړه کې د ویرفضا خوره ده، د وزیرمېرمن ډېره خپه شوه ، له خپلې ملګرې څخه یې پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې ؟ ملګرې یې ورته وویل چې خورې تباه شو، کورموړنګ شو، لنډی مړشواوموږیې یوازې پرېښودو.

 د وزیرمېرمن چې دخپلې ملګرې اوښکې نشوای زغملی ، نویې په ژړا پیل وکړاوله خپلې ملګرې سره یې پوره غمشریکي وکړه . مازیګرچې وزیرد خپل پاچا له دربارڅخه کورته راستون شو،  ګورې چې میرمن یې ژاړي اودوه واړه ماشومان یې هم خپه ناست دي ، وزیرپخوا خپله مېرمن دومره غمجنه نه وه لیدلې ، حیران شوچې څه وکړي ، له خپلې مېرمن څخه یې پوښتنه وکړه چې څه پـېــښه شوې ده ؟


مېرمن یې په ژړا کې ورته وویل چې لنډی مړشوی . وزیرپرته له دې چې پوښتنه وکړي په ژړا یې پیل وکړ، سترګوته یې دسمال نیولی واو ژړل يې،وزیرداسې فکروکړچې لنډی به د ده دمېرمنې کوم خپلوان  وي. د وزیرپه ژړا پاچا اوټوله کابینه خبره شوه ، پاچا ته خپل وزیرډېرګران و، وزیریې ځان ته وغوښت اوپوښته یې وکړه چې څه خبره ده ؟
وزیرورته وویل چې اعلیحضرته ! لنډی مړشوى دى. پاچا ددې  لپاره چې له خپل وزیرسره یې د لنډي په غم کې ځان شریک کړی وي، په ژړا پیل وکړاو په ټول مملكت كې درۍ ورځې عمومي ماتم اعلان شو، په لږوخت کې کابینه اود دربارټول خلک په دې خبرشول چې لنډی مړدی اوپاچا ډیر خپه دی.

 د کابینې غړو، د دربارافسرانو، اوټول رعیت داسې فکروکړچې لنډی به دپاچا کوم نږدې خپلوان وي، نوله همدې وجې چې له خپل پاچا سره یې په دغه لوی غم کې برخه اخیستې وي ، ډلې ډلې دربارته  روان و، هرچابه سترګوته دسمال نیولی واوژړل به یې .


دری ورځې په ټول دربارکې خاموشي خوره وه. د هېـوادملي بیرغ نیم ځوړند و، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک د پاچا دربارته  روان و، اوهرچا له خپل پاچا سره همدردي ښودله. په دریمه ورځ یوهوښیاراوسپیـن ږیری معلول د پاچا دربارته راغی اوپاچاته یې له ځانګړې احترام څخه وروسته وویل چې زموږټولواکه ! موږد لنډي په مرګ خبرشو، خوپه دې نه پوهېږوچې لنډی ستا څه کېده، که ته د لنډي په اړه موږپوه کړې چې لنډی څوک و؟

 پاچا ورته وویل چې سپین ږېریه ! لنډی زما هیڅ هم نه کېده ، لنډی زما د وزیرصیب له خپلوانوڅخه څوک و، ما د خپل وزیرپه خاطردومره ماتم اعلان کړ. ښه به داوي چې له وزيرصیب څخه پوښتنه وکړوچې لنډی د ده څه کېده ؟


سپین ږېرې معلول وزیرته مخ ورواړاوه پوښتنه یې ترې وکړه:  چې وزیرصیب ! لنډی ستاسوڅه کېده ؟


وزیرپه ډېرې وارخطایۍ  سره ورته وویل چې لنډی په خپله زما څه نه کېده ، ماخودخپلې مېرمنې په خاطرژړل ، زما په خيال  لنډی زما دمېرمنې له خپلوانوڅخه و، زه به له خپلې مېرمنې وپوښتم چې لنډی د هغې څه کېده.

وزیرپه بېړه خپل کورته راغی اوله خپلې مېرمنې ته یې وویل چې مېرمنې ! لنډی ستا څه کېده ، خبره خودرۍ ورځې ماتم ته ولاړه؟

 مېرمن یې ورته وویل چې سړیه زما خپلوان خوټول ته پېژنې ، لنډی زما هیڅ هم نه کېده ، ماخو د خپلې غریبې ملګرې لپاره ژړل ، زه به له هغې څخه وپوښتم چې لنډی دهغې څه کېده .


د وزیرمېرمن په منډه د خپلې غریبې ملګرې کره ورغله اوله هغې یې پوښتنه وکړه چې خورې ! لنډی ستاسوڅه کېده ؟
غریبې ملګرې یې په داسې حال کې چې خپل لاس یې ترزنې لاندې ایښی و، د وزیرمېرمن ته وویل چې خورې لنډي موږپه ویراخته کړو، دهغه په مرګ زموږد کورټول کارونه خراب شول اونورهم پسې بېوزله شو، لنډی خوزموږ تورخروچې څوورځې دمخه مردارشو.