په لومړي ځل د خصوصي سكتور له خوا په افغانستان كې د كتاب ښار بنسټ په كابل ښار كې اېښودل شوى.
د دغه نوښت يو بنسټګر ليكوال، كارپوه او د مالي وزارت سلاكار استاد نجيب منلى وايي، د كتاب ښار، كتابپلورنځى دى كتابونه پلوري، خپرنيزه موسسه ده كتابونه چاپوي، انټرنېټ كلب لري، د كتاب د غونډو تالار او د هنر ګالري لري چې ټول په يوه ځاى كې دي.
د هغه په خبره، د كتاب ښار پلورنځى چاپي او غږيز كتابونه لري. انټرنېټ كې هڅه كيږي چې كاروونكي يې پوهنيزو وېبپاڼو كارولو ته وهڅول شي. د كتاب تالار كې د كتاب د مخكتنې او نورو ځانګړنو په اړه بحث كيږي:( په كتاب ښار كې يو كافي شاپ هم شته چې د چاى او تفريح لپاره بېل شوي او د كتاب ښار مينه والو ته چانس وركوي چې پخپلو كې پر كتاب او نورو موضوعاتو خبرې وكړي.)
نوموړي دا هم وويل چې د كتاب او انټرنېټ كلب په بيه كې له زده كوونكو سره مراعات كيږي.
هغه زياته كړه چې په كتاب ښار كې دا مهال ۱۵۰ زره ډالره پانګونه شوې او تر يو لك ټوكو پورې پښتو، دري او انګرېزي كتابونه لري:( د ملګرو په همكارۍ په كتاب ښار كې نوره پانګونه هم كوو او د مختلفو برخو كتابونه ور زياتوو. كه د ضرورت وړ كوم كتاب نه لرو، په بهر كې له خپلو همكارو ادارو سره اړيكه نيسو او راوړو يې.)
استاد منلي زياته كړه چې د كتاب ښار، اوس په كابل كې جوړ شوى او په راتلونكي كې پلان لري چې د هيواد نورو برخو ته يې هم پراخ او له دې لارې د كتاب لوستلو كلتور لا ښه دود كړي او بازار ته يې وتل(عرضه) زياته كړي. د هغه په خبره، د كتاب ښار چې نوى پرانسل شوی، د عامه كتابتونونو پخوانى مشر عبدالحميد نبي زاده يې رييس دی او څلور نور كاركوونكي هم لري.
د كتاب ښار د سينما پامير ۱۴ پوړيزې ودانۍ په دويم پوړ كې دى.
له خدمتګار ورځپاڼي څخه په مننه