نورمحمد سعيد
ځينې دوستان داسې فكر كوي، چې ساده شعر هغه وي، چې سمدستي پرې د هرچا سر خلاص شي. د دې نظر مخالفين بيا وايي، چې د عادي ذوق په څښتنانو اثر كونكى شعر ساده نه وي، بلكې عاميانه وي. دوى داسې دليل وايي، چې له يوه عاميانه شعر نه د ځانګړي ذوق څښتنان خوند نه شي اخستلاى.
په ورته توګه د يوه داسې شعر، چې كه څه هم د جوړښت له پلوه ساده وي، خو د محتوا له اړخه داسې پيچلى وي، چې له ځينو پرته د ډېرى د پوهيدو له بريده بهر وي، هم د هر چا لپاره د خوند اخېستو جوګه نشي كيداى. په همدې حساب سره د شعر ډېرى كره كتونكي په يوه خوله هغه شعرونه ساده او روان بولي، چې د لوړ او منځني كچ ذوق درلودونكي ځنې يو شان خوند واخلي او پرې وپوهيږي.
د شعر ماهرين په دې اړه د مشورې په توګه وايي، چې بايد د امكان تر حده په شعر كې داسې ژبه وكارول شي، چې تر ډېره ورځنۍ محاورې ته نږدې وي. ثقيل او متروك ويوكي شعر د سادګۍ له دې كيټګري نه باسي. د دوى په وينا تر دې هم مهمه داده، چې بايد په شعر كې شته خيال پيچلى نه وي. داسې څه، چې د انساني تخيل په دائره كې يي دشونتيا امكان زيات وي، د نورو په ذهن هم زر اثر كوي. همدغه ورځنۍ ژبه او اسان انساني تخيل د ساده او روان شعر معيار بلل كيږي.
استاد اسدالله غضنفر د يوه بهرني ليكوال له قوله وايي، چې هغه څه په سخته لوستل كيږي، چې په اسانۍ سره ليكل شوي وي او برعكس هغه څه چې په زحمت سره ليكل شوي وي په ډېره اسانۍ سره لوستل كيږي. په شعر كې هم دغه خبره صدق كوي. كه د شعر په ټول جوړښت زحمت ونه شي، ممكن له ډېرو شعرونو څخه يې يو وبولو، خو هغه شعر، چې شاعر پرې زيار ايستلى يې ډېر ژر د نورو توجه هم ځان ته اړوي.
په ادبي غوڼدو او مشاعرو كې داسې ډېر ليدل شوي دي، چې د يوه نوي شاعر يو نيم شعر هم د خلكو توجه ځانته واړوي او كله بيا داسې كيږي، چې د مطرح شاعرانو شعرونه هم خلك واوري او هېر يې كړي. د شعر يوه پېژندګلوي دا هم ده، چې لظيف احساسات منتقلوي. شايد همدا وجه به وي، چې په زيږه او ترخه لحجه ليكل شوي شعرونه په هيچا هم ښه نه لګيږي. په نړيواله كچه د معياري شعر په كيټوګرۍ كې د سطحي شعاري شعرونو د نه شاملولو وجه هم همدا بلل كيږي.
هغه وتلي شاعران، چې په شعر كې يې دابهام ستونزه نه ليدل كيږي، وجه يې دا وي، چې خيال يې هم پيچلى نه وي. په دې معانا چې څه وايي هغه يي په خپل ذهن كې واضح وي. په دې لړ كې د ځوانو شاعرانو لپاره دوه كارونه داسې دي، چې تر برياليتوبه يې رسوي. له دغو كارونو څخه لومړى كار دى مطالعه كول او دوهم او ډېر ضروري كار دى په غور سره مطالعه كول. پوهان وايي: هيڅ يو چاپ شوى تورى بې ګټي نه دى، خو په دې شرط چې ګټه ورڅخه واخېستل شي.
د يوه شاعر لپاره د مطالعې اهميت حياتي دى. مطالعه هم داسې، چې په هره جمله يې له ځانه سره په ذهن كې بحث وشي. د دې كار يوه ګټه دا هم وي، چې حافظه پياوړي كيږي. له دې سره ترڅنګ د مطالعې په وسيله په ذهن كې د كليمو زيرمه هم بډايه كيږي. زموږ ځينې دوستان داسې هم شته چې په شعر كې نوي دود شوې زيږې ژورناليستكي اصطلاح ګانې كاروي. د دې كار وجه د دوى په ذهن كې د مترادفو كليمو نه شتون دى. ډېره او په غور سره شوې مطالعه د شعر په جوړښت كې په مرسته كولو سربېره د مثبت طرز فكر په خپلولو كې هم له سړي سره مرسته كوي.
كله، چې يو شاعر د مثبت فكر څښتن شي، د ژبي كارولو په هنر برلاسى شي او د شعر په جوړښت يي سر خلاص شي، نو بيا يې د شعر محبوبيت حتمي دى. له دغو وړتياوو برخمن شاعران او شعرونه يي د ټولني لپاره هم په درد خوري. بله دا چې داسې شاعران په لږ تمرين سره د نثر ښه ليكونكي هم كيداى شي. له توريو نه دكليمو جوړولو او له هغو نه بيا د جملو جوړولو كوم هنر، چې يو ښه شاعر لري د ښه نثر ليكلو سر هم په همدې هنر كې نغښتى دى. موږ كه پرې سل نومونه هم ږدو، خو حقيقت دادى، چې ټول ژانرونه د انسانانو د زړونو د حال څرګندولو وسيلې دي.
د زړونو حال په خبرو كې څرګنديږي او دخبرو لپاره ډول – ډول كالبونه جوړ شوي دي او مختلف نومونه پرې اېښودل شوي دي. مقصد هماغه يو دى، چې خپل خيال له نورو سره ګډ شي. تر ټولو ښه مفهوم تر ټولو ښايسته كالب رسولاى شي او شعر د مفهوم رسولو له خورا ښايسته كالبونو څخه يو دى. څومره چې د دې په زيب او زينت زحمت وايستل شي هغومره به مو خبره د نورو لپاره جالبه او د اوريدو وړ وي.