په بدن کښی دماغ دزیاتو حساسو مرکباتو مجموعه ده ، ودماغ ته د ژوند د نظام د چلولو لپاره نسبتا د زیاتې غذا (توانایي) اړتیا وي لدی کبله ددماغ پر کمیکل فیکټری باندی نسبتا هر وخت زیات فشار واریدیږی که چیری ددماغ ذهني مطالعه وکړو نو جوته به شې چې کله دخارجی نړی بی رنګه، بې بویه او بې خونده خوځښتونه دغوږونو یاسترګو له لاری پر دماغي عصبي پټیو خپلې اغیزی اچوي نو په نتیجه کښې یو ډول بریښنایې لړونه منځ ته راځي . په جسم کښې دننه د برقي لړونو نظام په دوه ډوله منځ ته راځې یو د آییونایزیشن له لاری یعنې چې کله کوم ایټم په کیمیاوي عمل کښې خپل الیکټران بل ایټم ته ورکاندی پداسې حال کښې په ورکوونکې ایټم باندی د الیکټران کمبود منځ ته راځې او دهغه ایټم پروټان بیا د زیات مثبت چارج اخستل پیل کړی کوم چې مخکې دالیکټران له امله نیوټرل (بې خوځښته) وو.
همدا ډول د هغه بل ایټم د زیاتو الیکټرانونو له ترلاسه کولو څخه پر هغه زیات منفي چارج لویږی، د آییونایزیشن لدی عمل څخه دبرقې بالتیو په څیر په جسم کښې هم دبرق جریانونه منځ ته راځې چې دژوند څپی برقراره ساتې.
دبرقی جریانونو بله لاره له خارجه بدن ته داخیلیدونکی لړونه دی لکه کله چې روڼا دسترګو له لاری دماغ ته ننوځې نو داعصابی کمیکلز په الیکټرانونو کښې فلکس پیداکوی . دالیکټرانز دا فلکس دبرقی فیلډ په بڼه د اعصابو له لاری په دماغ کښې ویشل کیږی .
په دماغي خلیاتو کښې دتنوع په نسبت په برقي لړونو کښې ډول ډول خوځښتونه منځ ته راځې چې له امله یې په ذهن کښې وقوف، پاملرنه، خوند اخستل، درد او غم، غوښتنه او د ارادی هڅی راپیداکیږی . د ذهن په هکله له تجربو څخه دوی خبری ثابتیږی لومړی داچې دماغي خلیات دکار دتقسیم پر اصولو کار کوی لکه ددماغ راسته اړخ دنیمه وجدانی کیفیت درلودونکی ده خو چپه اړخ یې بیا دنیمه منطق او حساب چاری پر مخ بیایی. په دماغ کښې کومه برخه چې دکتلو کار ورکوي د هغې برخي مخالف لوری داوریدلو کار ورکوی همدا ډول ددماغ هغه لوری چې د توجه کار سرته رسوی مخالف لوری یې د یاداشتونو د ذخیری خونه تشکیلوی.
دوهمه داخبره هم له تجربی څخه په ثبوت رسیدلی ده چې ذهنی عمل له برقی جریاناتو څخه پیداکیږی که له غوږونو سره نژدی د دماغی عصبی رشتو ترڅنګه کوم نری برقی جریان تیر کړل شې نو بې سببه به ډول ډول اوازونه اوریدل پیل شې پدی توګه که چیری سترګو ته څیرمه د اعصابی پټیو په خواکې برقي جریان تیر کړل شی نو ډول ډول څیزونه به لیدل کیږی. نو له دی امله ټول ذهنی شبیهات یواځی برقناطیسی تاثرات دی دبیلګې په ډول که دسترګو دماغی عصبی پټي له غوږونو سره ونښول شې نو غوږونه به په هغه دم لیدل پیل کړی اوس نو دکار او دندو د ځانګړتیاوو له دی کړنو څخه دا څرګنديږی چې ددی شیانو سبب د خلیاتو د جوړښت تنوع (بیلابیلوالی)دی اوبس.
له ژوند سره د معلوماتو زریعه په حواسو کښی د لامسی حس دې چې دنورو حواسو هم منبع ده. سترګي روڼا لمسوی، دهوا جریانونه غوږونه، او بوي پوزه لمسوی په دماغ کښې ټول احساسات لمس را پیداکوی.
د حواسو پر کچه ډیر حیوانات له انسان سره برابر دی لکه په لیدلو ، اوریدلو ، خوندکتلو ، او بویولو کښې، دا ټول په حیواناتو کښې هم شته ولی انسانانو ذهنې ارتقا ډیره مخ ته وړی ده ددی وجه په انسانانو کښې دهغه دلاسونو د سایز او ځانګړی جوړښت ارتقا ده چې په بیلا بیلو ډولونو خوځښت کوی. د لاسونو له لاری دشیانو په استعمال سره دهغو دخصوصیاتو تر ټولو زیات ادراک کیږی .په ادراک کښی دا زیاتوالی په ذهنی ارتقا کښی د زیاتوالی سبب ګرځیدلی دی. د ادراک دا ارتقا وخپلو نورو نسلونو ته دغزلو په موخه ژبه او بیا د لیکلو فن منځ ته راوړی دی. انسانې ذهن د ادراک ترحد لاندی او باندی له فطری طاقتونو سره واقفیت د ټیکنالوجی په مټ کړی دی، دوربینونو، خوردبینونو او ایمی فایزر د انسانانوته د ادراک تر حده لاندی باندی بی شمیره واقعات تر حواسو پوری را رسولای شې. مخکنې انسان د خارجي واقعاتو حرکتونه ادراکولای شوای ولې ددی شاته د حرکتونو اسباب یی نشو درک کولای. د ټیکنالوجې له ارتقا سره د توپیر کولو په توانمندی کښې زیاتوالې راغې شعور په بنیادی ډول دتمیز دوهم نوم دی.
په پیل کښې شعور یواځې د خارجی واقعاتو د تنوع تمیز کولای شوای ولې ده ته دخپل شعور د دندو دویش یا په بله معنې دخپل نفسیاتي جوړښتونو ادراک په اوس وخت کښې شوی دی یا کیږی. د انسانې نفسیاتو د پوهاوی نه وروسته آین سټاین د حرکاتو او ادراکاتو چې کوم خپل منځی تړاو په خپله نظریه اضافت کښې بیان کړی ده لدی سره په ساینسي نړی کښې ستر انقلاب راغلې ده.