اوس د برقیاتو (الیکټرانکس) مصنوعیې ذهانت د علم الابدان د نفسیاتې کیفیتونو د پوهاوي په موخه دیوي نوی لړي د منځته راوستلو په سلسله کښې لوی لاس او مرسته کړی ده. د ټیکنالوجی له پر مختګ (ارتقا) سره دانسان په وړاندی د کایناتو دویشلو دروازی پرانستل شوی دی، اوس انسانې نفسیات دمادی له ارتقا سره سره له یوتربل نوی نسبتونو کښې عمل او ردعمل (انټراکشن) پیدا کولی شی. د ټیکنالوجي په مټ دغیبي قوتونو دادراک ترڅنګ انسان خپله هم ځانته دنوی فطرت ارتقا تخلیق کوی، کله چې په کایناتو کښې څلورو عناصرو ته بنسټیز ارزښت ورکړل شوی وو چې هغه عبارت له دثقل له قوت، الیکټرومیګنیټک (برقې او مقناطیسې ګډه قوه) قوت، کمزور او زورور نیوکلیایې (داتومې خواصو درلودونکې قوت) ځواکونه څخه وو، اوس یې ذهانت د پنځم قوت ځای نیولی دی چې دټیکنالوجې دصنعت له لاری د مځکو او اسمانونو په چارو کښې اغیزناکه ګوتوهنه کوی.
دژوند شتون که دکمسټری داصولو زیږنده دی نو کمسټری پخپله په مرکبیاتې ایټمونو کښې د الیکټرانز په بڼه کښې د پرله پسې بدلونونو نوم دی. کله چې الیکټرانز په مرکباتو کښې خپل پوزیشن ته تغیر ورکوی نو له خاریجیدونکې توانایې نه برقیاطیسی لړونه منځ ته راځی. ددی برقیاطی لړونو نومونه ریډیو ویوز، حرارت (تودوخه)، رنګینی روڼاوی ، الټراوایلټ شعاوی، ایکس ریز او ګاماریز دی. د دماغ دکمیسټری منځ ته راتګ هم د الیکټرانکس لاسته راوړنه ده، د الیکټرانکس دا نظام چې کله په بایو کمپیوټر سیسټم کښې را کنټرول شې نو پر انسان باندی د ژوند یو نوې پړاو (سپرمین) را څرګند شی چې له انسان نه وروسته د کایناتو حقیقي وارث بلل کیږی. دکیمیایې مرکباتو په عمل کښې توانایې یاخو خاریجیږی یا جزبیږی کله چې الیکټرانز کیمیاوي بانډز تشکلیوي نوخپل پوزیشن بدلوي ددی بدلون په جریان کښې ورته توانایې خاریجیږی چې د ریډی ایشن عمل په وجود راوړې.کله چې کیمیایې عمل توانایی جزبوی په هغه مهال هغه ریډی ایشن جزبوی ، توانایې دهرډول ریډی ایشن له عمل څخه سفرپیل کوی. حرارت، روڼا ، او برق دا ټول ریډی ایټ بلل کیږی یا په بل عبارت د ریډی ایشن له عمل څخه د کمیسټری عمل متحریکه کولای شی. د خلیاتو په دننه کښې له لویو مرکباتو نه یوهم د هارمونزو دی چې په بدن کښې هیجانې کیفیات را پیداکوی کله چې هارمونز له ویني سره ګډیږی نو پدی سره له کیمیایې عمل نه خاریجیدونکی توانایې دهارمونزو دنوعیت سره سم ریډی ایټ کیږی. له جسم نه دخاریجیدونکی دی ریډی ایشن نه دنورو اجسامو مرکبات هم متحریک کیږی .مثلا دجنسي هیجان پر وخت له جوشه ډکی سترګی او د مخ د سوروالی څخه چې کوم ریډی ایټ خاریجیږی نوهغه په مخالف فریق (دوهم کس ) کښی هم ورته کیمیاوی هیجان راپیداکوی . دغصی د هارمونز له ریډی ایشن څخه غصه د خوف د هارمونزو له ریډی ایشن څخه په مقابل لوری کښې ویره رامنځ ته کوی.
د هارمونیک ریډی ایشن له ریموټ اکشن څخه د ټیلی پیتیک کمسټری (ټیلې پیتې ته مسمیریزم او یا هپناټیزم هم ویل کیږی، دا علم یو ډول ذهنې پرکټیس دی چې بیا پر نورو انسانانو د خپل فکر او ذهن اغیزی اچوي) په خوځښت راځې د ریډی ایشن له لاری د ریموټ ایکشن کمسټری داسې موضوع ده چی دهغو د اسرار پر کابو کولو باندی د ټیکنیک دایجاد سخته اړتیا لیدل کیږی او په دې ډګر نوري ژوری څیړنې ته اړتیا ده. ذهن هم یو توانایې او قوت دی چې دنورو تونایانو په څیر دریډی ایشن عمل منځ ته راوړی ولی ددی توانایې تفصیلات لا اوس په لومړنیو پړاوونو کښي قرار لری.