نوی ساینس کایناتې خوځښتونه د هندسو په ژبه ژباړې او دناپولو د آلاتو له لاري یې تر واک 
او کنترول لاندی راولې، د کایناتو په دې قوتونو او دهغوي په حرکاتو کښې هیڅ ډول تضاد نشته، په حرکی مقدارونو کښې توپیرونو ته تضاد نشی ویل کیدلای، تیاره د رڼا ضد نه بلل کیږی بلکه دیته د رڼا کمبود ویل کیږی، په دې ډول سره له ذهن سره دکایناتو په وړاندی د خبرو اترو ژبه هغه اوصاف دی چې دخارجي حرکاتو له لاری په ذهن کښې داخلي اثرات تشکیولوی.
په حرکاتو کښې د تضاد سره سره هیڅ ډول فریب او ختا ایستنه هم نشته. تضادات ټول زموږ دخپل ذهن زیږنده دی، مثلا کله چې دوه موټره یو دبل ترڅنګ په مساوي ګړندیتوب سره حرکت کوی نو دهر موټر چلونکې ته دوهم موټر ساکن ښکارې د ذهني تضاداتو فریب د ژوند او ذهانت بقا ته هم زیان رسوي.
له دا ډول فریبونو سره دمقابلې دپاره ذهن یو بیله پرزه ایجاد کړي ده چې هغه ته عقل وایې، عقل په بالواسط توګه د نظر دفریب مصنوعې او عارضې پردي لري کوی او تر حقایق ټول روښانه کوي لکه د ستورو د ګردش د اصول له مالومیدلو سره د موسمونو دتغیراتو داسباب منځ ته راتلل، د عقل په ترکیبي اجزاوو کښې د تمیز (توپیر کولو) او د یاداشتونو د ذخیری رول ډیر اهم دی یادداشت یواځی د ذهن ځانګړتیا نه ده بلکه دا دمادی په خټه هم کی نغښتي ده لکه کله چې موږ دیوه کاغذ له څلورو او پنځو کتونو ورکولو وروسته هغه بیرته خوشې کړو او یا هغه پرانیزو نو هغه بیرته خپل اصل حالت ته دتلو هڅه کوی او ځان غوړوي، همدارنګه کوچنی ماشوم هم یوعمل یا لفظ ډیر ځله تکراروي هغه فعل عادت ګرځوي بیا یې زده کوي.
یادداشت د ذهن دخلیاتو د حرکي عادت نوم دی، اعصابې نظام په سنسری او موټرنروز کښې ویشل شوی دی، کله چې په پښه اغزی جګ شی لدی سره په حسیاتې اعصابو او دماغي خلیاتو کښې درد محسوس شی، دماغ سم دستې دموټرنروز په واسطه د پښي د څیړلو حکم ورکوی په دماغ کښې د نیورانزو یو لویه ذخیره ده چې هغو ته ربطی یا ارطباتې نیورانز ویل کیږی له دی ذخیری نه یو نیوران سینسری او موټرنروز ته خپله ځانګړي اشاره کوي په دی ربطی نیوران کښې د ازغی تصور د یوی برقیي په بڼه کښې صورت او عادت موندلی وی کله چې ازغی دوهم وار ولیدل شي نو په خپل یادداشت سره نیوران له ازغی څخه د ژغورنی حکم صادر کړي. 
دانسان حواس په ورځ کښی په کروړونو پیغامونه (سګنلز) دماغ ته داخیلوی چې دالیکټرونیکی برقونو په شکل کښې پر نیورانزو خپل اثر اچوي، داعصابو سینسر دموټر اقسام پر سرونو اغوستل شوی وی، د نیورانز خولی په خپل منځ کښې داسې سره نغښتې وی چې دحواسو په ذریعه له خارج نه ترلاسه کیدونکی یوه برقیه دبرقي میدان په څیر په نورو نیورانزو کښې خوریږی، د ډیرو حساسو آلاتو له لاری څرګنده شوی ده چې کله انسان په چرت کښې ډوب شی نو ربطی نیورانز سنسر او موټر اعصاب سره مربوطوي او له دی سره په دماغ کښې یوه روڼا خوریږی پدی ډول سره د تصوراتو یو کاروان په خوځښت راځې، چی له دي څخه دخیالاتو یوه لړی منځ ته راځی. د انسانې ذهن حقیقت د حساب (کمیسټری) یوالیکټرانکي عمل دی او په فزکس کښې د الیکټرانکي رویو له لټونه څخه چی کوم کمپیوټري ذهانت ترلاسه شوی ده دا د دماغ دټولو ذهنی پرزو په پوهاوی کښی مرستندویه ثابتیږی.
د حیاتیاتو په کیمیاوی عمل کښې کاربون ته داساسي عنصر حیثت ورکړل شوی ده د کاربن په ایټم کښې څلور الیکټرانونه په یوه وخت کښې نور څلور کیمیاوی عناصر په کیمیایی توګه په خپله ولکه کښی نیولای شی، پدی ډول د کاربن ایټمونه کولای شې چې داوږدو نامیاتي مرکباتو لړی جوړه کړی. په ځانګړي حالاتو کښې دکاربن مرکبات په سختي او دوامداري کښې بی مثاله وی، جواهرات هم د کاربن کرسټل ده چې په سختي او پایداری کښې یوه بیلګه بلل کیږی، د کاربن دا مرکبات په اوبو کښې نه حل کیږی او ډیر اوږد محاله مقاومت کولای شې د ژوند په بنسټونو کښې دا مرکبات ډیر اهمیت لری، د درختو تنی او د حیواناتو هډوکی دداډول کاربوناتو غوره نمونې دی، په خلیاتو کښې دمرکباتو ځیني حصی ډیری کمزوري او ناپایداره وی چې هر ګړی ماتیږی او بیرته سره کوشیر کیږی، ددوي د ماتیدلو او بیرته رغیدلو له عمل نه پیداکیدونکی الیکټرانک قوت د ژوند په روانګو کښې یو ډول تسلسل راولې. د کیمیایی فعالیت له لید لوري څخه د دماغې خلیاتو مرکبات د توانایې د رسولو لپاره په ډیره تیزی سره تغیر پزیره اوسیږی.