کاینات په خپل فطرت کی یو صنعتی نظام دی، ددی صنعتی نظام مظاهر د څو طبعي قوانینو تابع دی، د حیوانې یا حیاتې ژوند له پيچلی سیسټم نه وړاندی د فطرت نور بیلابیل په ظاهره مړه او په حقیقت کښې ژوندی ځواکونه د ارتقا د انجنرنګ په ډګر کښی په ژوند کولو بوخت وو . د ساینس او ټیکنالوجې په دي نوي دور کښې نویو پلټنو وښوده چې د ژوندی له غیر ژوندی نه توپیر یواځی ددوي د ژوند د اندازی دمقدار په ډګری کښی دی. 
دبیلګي په ډول: که ایټم یو ژوندی او متحرک شی دي نو سولر سسټم له خودکار حرکت نه برخمن یو بل ژوندی نظام دی. دمادي خواص دادي چې تل دژوند دتر ټولو لوړ دریځ د ترلاسه کولو په هڅه کښي وی، په دی لړ کښې ژوند او ذهانت د ارتقا یو دخاص مقام په ترلاسه کولو سره دارتقا په رفتار کښی د نویو قوانینو زیات والې را پیدا کړ چی له دی سره د ارتقا په تګ او رفتار کښی هم چټکتیا راغله. دذهانت دنده داده چی د فطرت دقوانینو په راسپړلو سره هغه په نوی صنعتې قالبونو کښی واچوي. ولې چې له دا ډول نوي صنعتونو څخه د فطرت په قوانینو کښی د نوی زیاتوالې له لاری دهغوي د معکوس عمل (انټراکشن) له لاري نور نوي قوانین مخې ته راځې. په کومه بڼه چی نن ورځ ساینس او صنعت د فطرت د نظام په تسخیر او قابو کولو کښی بوخت دی دا ټول دهغه څه پایله ده چې موږ ورته د فطرت د قوانینو صنعتي استعمال وایو.
دفطرت د قوانینو صنعتې استعمال د ارتقا هغه نوي قوتونه چی تر دی وړاندی یې شتون نه درلود،د تخلیق او تعمیر دعمل په نویو زاویو کښې راولې. اوس نو چې کله دمادی او ژوند تجزیه وکړای شې نو روښانه به شې چې دمادی او توانایې ترمنځ د انتقال پزیری له عمل نه چی کوم عمل او ردعمل (انټراکشن) منځ ته راځې همدا شی ژوند او ذهانت دارتقا لوړو مقاماتو ته رسوي، او بیا دهمدی انټراکشن د مقابلی او مسابقت یوه نوي لړی ترسترګو کیږی چې هغه دثقل قوت، الیکټرومیګنیټک او نیوکلیر قوتونه دی چې دا قوتونه له مادی بغیر او ماده له دی قوتونو بغیر عمل او ردعمل (انټراکشن) نشې کولای.

دمادی او برقې قوت ترمنځ د مادي دبقا قوانین او د ژوند دتنازع للبقا د قوانینو سرچینه یوه ده د برقیاتې قوت د فشار له کبله ماده خپله بڼه بدلوي، لکه دحرارت له زیاتوالې او کموالې څخه اوبه په مایع، کرنګ، ابی بخاراتو یا په اکسیجن او هایډروجن بدلیږی، نوي نوي بڼې غوره کوی، همدا ډول برقې قوت (انرجی) د مادی دمزاحمتونو په نتیجه کښې د حرارت، روڼا، برق او د ثقل دقوت بڼه پریږدی او په ایټمونو بدلیږی لکه کله چی شعاوې د ایټم د نیوکلس یعنې مرکزی سره ټکر شې نو هغه بیا خپله د الیکټران او پازیټران مادي بڼه غوره کړی او مادی الیکټران او پازیټران سره یوځای کیږی او د شعاوو بڼه ځانته غوره کوي.
موږ ماده او برقې قوت (توانایې) د ژوند او ذهانت په ډګر کښې د خپلي بڼې بدلول د فطرت د قوانینو په انجنرنګ ورکس سره تعبیرولای شو. ددی انجنرنګ ورکس په پایله کښې رابرسیره کیدونکې مقداري بدلونونه همدا رنګه تعمیري او وصفي بدلونونه د تخلیق په عمل سره نومول کیږی. مثلا داکسیجن او هایډروجن ذخیره کول یومقداری بدلون دی، ددی ذخیری له یوځای کیدلو سره یو وصفي تغیر منځ ته راغی چې په خپله سوځیدونکی او دبل څیز سوځونکی خاصیتونو د راغونډولو څخه د اور د مړکیدلو خاصیت منځ ته راوړي. 
د ارتقا خپل منځی محرکه قوت چې هغه ته د فطرتونو تضاد یا د تضاداتو مجموعه ویل کیدای شی په ښکاره یو لوي تضاد دي ولې دا تضاد د فطرت په قوتونو کښي نه ترسترګو کیږی بلکه دا تضاد دذهن د ادراکی قوی په چاپیریال کښې منځ ته راځې. دفطرت په ځواکونو کښې هریو بل ته انتقالیدای شې دبلګې په ډول کله چې نیوکلیر قوت مات شې نو ددی ښکارندوینه د الیکټرومیګنیټک د کورني قوتونو یعنی حرارت ، روڼا ، او دبرق په بڼه کښې منځ ته راځې. کله چې د الیکټرومیګنیټک د کورني غړی بیرته و مادي شکل ته راوستل شې نو هغه بیا نیوکلیر پاور بڼه غوره کړی. د ذهن ادراکې خونه یواځې د توانایې مقداري ادراک کوی لکه دغوږونو پردی چې تریو ټاکلې سطحي لاندي اوازونه نشې اوریدلای، همدا رنګه سترګی د الټرا وایلټ او ایکس ریز دشعاوو روڼا نشې لیدلای.
د فطرت دنظام په دننه کښې منځ ته راتلونکی حرکاتو نه ځینې دسترګو له لاری، لږ څه یې د غوږنو په واسطه ، څه د قوت ذایقه او قوت شامه په زریعه تشخیص کیږی. د ادراک تر دالیز لاندې دحرکاتو ادراک د آلاتو او ټکنالوجي په ذریعه د ادراک دالیز ته لوړ راخیژول کیږی، مثلا دمقناطیسي قوت ادراک په کمپاس سره، د برقی قوت ادراک په ګلوینومیټر سره او د اتومې وړانګو (تابکاری) ادراک په ځانګړو پرمخ تللو آلو سره د ذهن د دالیز لوړی کچې ته راوستل کیږی. په کایناتو کښې یواځې حرکتونه دی چې ذهن یې په اوازونو او رنګونو کښې ژباړي او په بیلا بیلو صفاتو یې تعبیروی. حرکات یواځې مقداري دی ددی ځانګړتیاوي یو ادراکې تخلیق دی لکه کله چې د ریډیو ویوز موجونه واړه کړل شې نو هغه د انفراریډ یعنې دحرارت په څپو بدلیږی چې لږ یې نور هم واړه کړی نو بیا دا دروڼا په بیلو رنګونو یاد الټراوایلټ په څپو باندی بدلیږی. په فطرت کښې هیڅ ډول اوازونه نشته داخو یواځې دهوا څپي دی چې دماغي اعصاب یې په اوازو سره تشخیص کوی او عقل ته یې ژباړي موږ ویلای شو چې دحرکاتو مقداري کاینات د ذهن وصفي کاینات دی او بس. ‍‍