د عیسې علیه سلام تر زیږدنې سل کاله مخته دور دیونان په نسبت د روما سلطنت په علم او هنر کښې وړاندې وو، ددې دور مشهور شخصیت سیزر دې چې د روما د سلطنت په پراختیا کښې یې لويې هڅې کړی دی، په دغه دور کښې په یونانې مفکرینو کښې انډرووینکوس د مشائې او یوسیډوینوس د رواقې فلسفې مشهوره ملګري او محقیقین بلل کیږی،دتیوډوسیوس دفلکیات اصغر دری تصنیفات هم ددی دور لويه لاسته راوړنه ګڼل کیږی،هغه د لمر د جسامت او لریوالې په هکله هم نوي تخمینات وکړل، یوه بل فلکې عالم چې رواقې بلل شوی دی پوسیډونیوس نومیږی، د ځمکې جسامت یې بیرته له سره تعین کړ، له بطلیموس او هپارکوس نه ېې زیات په سمه توګه د لمر مسافت او قطر ښودلې دی. دی کس په اول ځل د دریاب دمدوجزر لامل د لمر او سپوږمې له ګډ خوځښت سره تړلې وباله ویل کېږې چې دي عالم د ټولې نړی تاریخ هم لیکلې وو.

یو بل مشهور تصنیف حکمت سلیمان هم دې دور ته منسوب دې چې دیهودې نظریاتو او تصورات ترجمانې کوي په دی کتاب کښې د عناصر اربعه وو په هکله وینا شوی ده، په دې کتاب کښې راغلې دې چې د ماشوم پیدایښت او جنین په اصل کښې له حیض څخه سرچینه اخلې چې دحمل په جریان کښې بندیږی.

ګلوکیاس حاکم دبقراط قاموس جوړ کړ او دهغه پر لیکنو یې حواشې ولیکلې،هغه د عقاقیر په رساله کښې  پر خسک او سرخ باد ناروغیو رڼا اچولې او د هغه درملنه یې بیان کړی ده،

دلاطنې ژبې مشهور شاعر ورجل هم په دې پیړې کښې تیر شوی دې، یوه بل رومې ادیب او تاریخ دان پولیو هم د انسان په تاریخ کښې په لومړې ځل د روم په ښار اټریم لبر ټاټس کښې یو لوي کتابتون جوړ کړ، زنارکوس فیلسوف هم په دې دور کښې زیاتې لیکنې کړی دی هغه په دې مشهور دې چې د عنصرخامس په رد کښې یې کتاب لیکلې دې، هغه د مشائې هیئت دا نظریه هم رد کړې ده چې دفلکې اجرامو حرکات سرتاسري مستدیره او دیوه مرکز درلودونکې دی.

په دی دور پسې د حضرت عیسې علیه سلام د زوکړې دور دې چې دا دور د طبیعیاتو او حکمت له درکه په خورا تیاره کښې پروت دور دې ولې د مذهبې استدلال نوي باب د حضرت عیسې پیغمبر او تر ده لږ دواندی دده د یوه خبر ورکوونکې او دده پرنوم د بفتسمه (دعیسویان یو څانګړی غوسل چې عیسویت ته له داخیلیدو سره سم ورکول کیږی) ورکوونکې شخص  یوحنا له مذهبې هلو څلو سره دتاریخ پام ونوي موضوع ته را اوړي.