تاپسې ژړیږم خوڅه نه وایم
ورو ورو خرابیږم خوڅه نه وایم
یم د ژوندانه په بیابان روان
لویږم که پاڅیږم خوڅه نه وایم
هسې خوپه خوله درسره خاندمه
پټ زړه کې ژړیږم خوڅه نه وایم
ستا لیونی مینې لیونی کړمه
ښه په ځان پوهیږم خوڅه نه وایم
دومره یاره ستاخاطردې ګران په ما
غم کې دې مړکیږم خوڅه نه وایم
بې دمینې ژوندڅه دې دردونه دي
دي ژوندکې تنګیږم خوڅه نه وایم
عشقه له تازارشم خورواج وسوم
تاته خوشحالیږم خوڅه نه وایم
دامې په خوله کوم دستورلاس ایښۍ دې
یارپسې ړندیږم خوڅه نه وایم
داعادت دشمعې راپه برخه دې
سوزم لمبه کیږم خوڅه نه وایم
دامرض مخلصه دې راخورپه ما
زه هم ډیرکړیږم خوڅه نه وایم