داچې هروخت مې په مخ اوښکې بهیږي
دچاسترګې مې په سترګوکې غړیږي
داسې نه ده چې په هر قدم ټکرخوري
دپښتون تندی مودام په ضد ماتیږي
چې دچاپه زړګي بل دغم سوراورشي
ټول وجودیې لکه واوره ولې کیږي
څه به خوب کړي که یوشپه هم شي کالونه
چې یې سترګوکې دچاسترګې غړیږي
که مجنون نه یمه کم هم ترینه نه یم
رواجونه دي چې لاس مې نه رسیږي
دمخلص ذهن خودومره خراب نه دې
چې دیارقاتل نظربه ترې هیریږي.