غزل
سليم ناشاد
پۀ نړئ کښې د بارودو دومره زور دے
چې په زمکه د سرو وينو څادر خور دے
د جانان د غلام ذهن بر کت دے
چې (پينډۍ راته لاهور او رتنبور) دے
ورځ او شپه خو مخ او زلفې د جانان دي
علامت چې مې پۀ شعر کښې سپين او تور دے
چې پۀ هر وطن کښې اوسي اومزدور وي
که هندو که عيسائي دے زما ورور دے
دمحنت بي قدرئ ځان نه کړم بي زاره
يا ران وائي چې د ژونده مې زړۀ تور دے
پۀ چشمو د سرمايې کښې هر څۀ ګورى
سوداګر د سرو او سپينو حسن کوردے
کارخانو کښې معنې جوړي د اقدار کړې
او معيار د سړيتوب پۀ زر او زور دے
دټالسټائي درديدلي کورنۍ دي
که (فقير) دے کۀ (حساس )د ناشاد رور دے