د خواريکښ کار او مقصد

پۀ نړئ کښې چې مونږ د مزدورانو په تحريکونو نظر واچوؤ نو دا خبره ډيره زر واضحه شي چې د هر قوم ملک او هرى معاشرې په پر مختګ کښې خواريکښې ډلې يو لوئ کردار لوبولى دى ـ هغه کۀ دقديم يو نان د غلامانو د بغاوتونو پۀ شکل کښې وواو کۀ د يورپ دکليسا نه د بغاوت او د صنعتى انقلاب په شکل کښې يا د اکتوبر ١٩١٧  د عظيم سويت انقلاب پۀ شکل کښې يا پۀ  چائنه کښې د دهقانانو د بغاوت په شکل کښې او هم دغه شان پۀ ننۍ نړئ کښې د وينزويلا ، ناکارا ګوا ، کيوبا، بوليويا او د لاطيني امريکې پۀ نورو ملکونو کښې ډير پۀ تيزئ سره روانو بدلونو نو کښې مو نږ د خواريکښې ډلې لوئي کردار وينوـ ددى نه دا ثابيتيږى چې يوه اولسى او حقيقى جمهورى معاشره صرف هغه وخت قايمېدى شې کله چې د نړئ ٩٨ فيصده خواريکښه ډله( يعنى مزدوران ، دهقانان ،استاذان، ډاکټران، صحافيان ، او نور محنت خرڅونکى خلک سره د محکومو قومونو، اقليتونواو د صنفى جبر ښکار ښځو) نۀ صرف پۀ سماجى پيداوار کښې اضافه اوکړى بلکې دهغى پۀ سماجى تقسيم هم اولسى او جمهورى کنټرول ولرى ـ ددې نه دامطلب هرګز نۀ دى چې د ژوند ټول اړخونه يواځې پۀ معيشت اړه لرى لکه چې څۀ رنګه هر کس و ناکس دا تنقيد خپل فرض ګرځولى ـ خو دا ضرور ده چې پۀ سرمايه دارى نظام کښې د انساني معاشري اکثريتي ډله خپل ټول ژوند د معاش پۀ فکر کښې تيروي ـ او د هغۀ دخپل کار سره تړون پۀ تخليقى انداز کښې نۀ وي بلکه مجبوراً وي پۀ دى وجه د هغۀ بيکانګئ د کار نه يو فطرى عمل ګرځي او د هغې پۀ نتيجه کښې پۀ زرګونو نورټولنيز مسائل پيداکيږي  ـ او هم دغه شان ټوله انسانى ټولنه چې پۀ تخليقى انداز کومه ترقي پۀ لسو کالو کښې کولى شې پۀ هغې صدئ تيريږي ـ ځکه چې ډير کارونه چې خواريکښه ډله تر سره کوي هغه اجتماعي وي خو دهغې مفاد انفرادي وي ـ پۀ دي وجه د يوڅو خاص خلکو ،فرم ، يا د کمپنئ د مالکانو پۀ ژوند کښې خو ډير پۀ تيزئ سره بدلون راشي ولي د هغه خلکو پۀ ژوند کښې بدلون د نشت برابر وى څوک چې پۀ حقيقت کښې پيداوار مخ پۀ وړاندي بوځي ـ او کۀ څۀ بدلون راځي نو هغه هم دماشينونو يا عمارتونو پۀ صورت کښې کوم چې دهغۀ( مزدور) نه پۀ لګ وخت کښې دزيات کار د اخستو دپاره را ځى لکه مو بايل فون يا کمپيو ټر او کپيوټرى مشينان وغيره ـ اګر چې ددي فوايد اولسي کيدى هم شي خو دهغې دپاره اجتماعي کنټرول پکار دى ـ ديو خاص طبقي يا ګروپ پۀ ولقه کښې چې داولس داجتماعي سياسي اقتصادي اومعاشې ژوند واګې وي نو هم دغه شان معاشره به تخليق کيږي چې ژوند به سرمايه ګرځي او سر مايه به ژوند ګرځي ـ او تخليق چې د انسان فطرت دى هغه به دسر مائي خوراک جوړيږي ـ      

پښتانه کۀ يو طرف ته پۀ عمومي توګه د قومي جبر ښکار دي نو بل طرف ته پۀ خصوصي توګه پښتانۀ خواريکښ دقومى او طبقاتى جبر په يو وخت ښکار دى ـ ددى سره سره پښتون اولس د تيرو څلورو لسيزو را سې د بين لاقوامى جنګى جنون دلاسه درپۀ در او خاورى پۀ سر بې کوره او بى اوره دنړئ پۀ مختلفو ملکونو کښې د غير يقينى صورتحال سره مخ دى ـ  او هم دغه غير يقينى سياسي او معاشي صورتحال پۀ پښتنه زمکه يو معاشى او سياسي سټرکچر جوړيدو ته نۀ دے پريښى ـ پښتنو بچو ته عالمى داړه  مارانو او د هغوئ مقامى لاس پوڅو د کتاب پۀ ځائ ټوپک په لاس کښې ورکړى او پوره يو نسل ئ دعلم او هنر د رڼا نه بې برخې  پاتې کړى دي ـ

پۀ دي حواله پۀ عمومى ډول پۀ خپل کنډر کنډر  وطن کښې دننه دډيرو کړاؤنو سره مخ  اوپۀ خصوصى توګه د خپلى خاورى نه بى کوره پښتنو پوهانو ، شاعرانو ، هنر مندانو، او خواريکښو تر خپل وسه دخپلى خلى نوړئ د اولسى ګټى دپاره د پښتون اولس سره شريکه کړى او تر ډيره حده ئ داولسى ګټو دپاره هلې ځلې د خپل ژوند حصه ګرځولي چې پۀ نتيجه کښې ئ ډير نا اميده خلک د مايوسۍ د کومي نه راويستي او داولسي او اجتماعي ژوند پۀ منډو ترړو کښې ئ شريک کړي دي ـ

هم ددغه فکر تر اثر لاندى د خواريکښ ملګرو هم دا فيصله وکړه چې خپل خيالات او هلې ځلې د خواريکښ پښتون اولس سره شريکى کړى ـ او هغوئ هم ددنيا نورو خواريکښو او مظلومو اولسونو د هلو ځلو او کا ميا بيو نه  خبر کړى ـ  اګر چې مونږ ته پۀ دى اړه ډيرى ستونځې مخې ته شته خومونږ ډيره لويه دعوىَ هم نۀ کوو خو د حصه بقدر جسه پۀ مصداق مونږ کوشش کوو چې پۀ خپل دي مقصد کښې کامياب شوـ او دټولو هم خياله او پر مختګ خوښونکو ملګرو نه دا هيله لرو چې پۀ دى اړه به مونږ پۀ خپلو نيکو مشورو ونمانځي او زمونږ سره به تکنيکې او قلمى مرسته وکړي ـ

قلمى مرسته د د پښتو دمترقي ادب پۀ شکل کښې ، اوهم د خواريکښو اولسونو خصوصاً د پښتنو د سياسى ، علمى ، معاشى،  ادبى ،   هلوځلو او تاريخ نه د خبر تيا پۀ شکل کښې کيدى ىشي ـ

د فرقه واريت ، نسلى تعصب ، ذاتى تعصب ، علاقائي تعصب ، او مذ هبى تعصب او سپکاوى پۀ بنياد ليکلې شوى ليکونونو نه معذرت کوو ـ او نظرياتى ، علمى او فنى اختلافات يا تنقيد به د اصلاح او د فکرى او علمى پرمختګ پۀ بنياد خپريږى ـ

 

 

 

 

ستاسو د روڼ مستقبل پۀ هيله

 

 

خواريکښ