نظم
ډالۍ

يادېږي دې يو وخت، خپلو سوچونو کې وې ورکه
يادېږي دې، د ژوند کولو چل دې نه و زده 
که ما ګام اخيستلای نه وای، مخته نه وای تللی
منم چې ته هم تللای شوې، خو پل دې نه و زده

يادېږي دې يو وخت و، دايرې درنه راتاو وې
رواج و، روايت و، عقيده وه، او مذهب و
له خپلو وېروونکو سوچو خوب نه درته شپه کې
په ورځ کې دې له سيوري وېرېده لا څه عجب و

يادېږي دې، خپل ژوند ته ورتلای نه شولې په مخه 
تر لري دې په ژوند کې نه رڼا وه، نه رنګونه 
پراته دې و پر زړه د نهيلۍ اووه څادرونه
فقط لکه پر اوسپنې د ډېر عمر زنګونه

يادېږي دي په څومره نهيلۍ کې مې لاس درکړ
دنيا او اخرت مې يوې خواته کړل، ته بلې 
رڼا مې درته درکړه چې خپل ځان کړې پرې پيدا
رنګونه مې در زده کړل چې جامې دې کړې بدلې

يادېږي دې، دنيا راپسې څه څه نه ويل 
د کومې بلا مخ ته دې ولاړ نه وم، ته وايه!
پروا نشته، منه يې منه، خو تا پسې چې تلم
يوه داسې لار مې هم پرېښوه، چې تللې وه تر خدايه

يادېږي دې جرات د زندګي مې درته درکړ
يادېږي دې ډېر وخت پس دې موسکا ته وشو زړه 
کلونه پس دې سترګې سره ورغلې ويده شوې 
دا ځکه چې راتاو لکه حصار وم درنه زه

يادېږي دې زما پر ځنګانه دې خوب پوره کړ
له سترګو غړولو وروسته پوه شوې چې خوند څه دی
سوالونه دې حل شوي وي که لږ و او که ډېر
له هغه پس دې بيا په خوله رانغلل چې ژوند څه دی

وزرې دې راشنې نه وې خو و دې کړ الوت
خبرې دې لا زده نه وې خو را دې کړ ځواب
يادېږي دې د هغه عذاب مخ ته دې ولاړ وم
دا نن چې تا راکړی په ډالۍ کې کوم عذاب

یادېږي دې يو وخت مو په نفرت پورې خندل 
له مينې به مو بلې خوا ته نه تلله خبره
له تا نه يم خبر، مګر زه داسې يمه اوس 
پخپله عاطفه پورې خندا راځي اکثره

خپه شم، چې يو وخت، لا پر ځان څومره وم ظالم
يادېږي دې، په سره اور کې به ناست وم ستا ليدو ته
غرور د نارينتوب به مې کړ سترګو ته راټول
او بيا به مې به د اوښکو په څېر توی کړ ستا پښو ته