غزل
څه بې کسي ، څه بې وسي ، څه مجبوري زندګي
دا زندګي ، که داسې وي ، نو بیا دې وي
زندګي
که بې له تا وي نو دا ژوند په دومره غم نه ارزي
که بې له تا وي بیا نو نه غواړم ، بیخي زندګي
زما باور وو ، چې یو څوک به اخیر ، غږ اوچت کړي
زما باور وو چې یو څوک خو به راوړي زندګي
زندګي څه ده ،زندګي ستا محبت کې غواړم
دا زندګي بې له تا نه ده ، زندګي ، زندګي
هغه خو ته وې چې له غمه یې بې غمه شولې
خو اندیښمن دې ، لا هم غم سره پالي زندګي