غزل
وچه چیرته مه شه د ګلاب د اننګو پرخه
مسته چې شي پیغله دشباب د اننګو پرخه
غر به دړې وړې شي په دنګو ، دنګو څوکو کې
رنګ که د پښتون سور شي عناب د اننګو پرخه
رنګ ېې شو بدل د میو پریوته له لپو نه
جام ته په سلګو شوه د شراب د اننګو پرخه
مینې د غزل توري په تار د وفا وپيئه
ژاړي دې نغمو ته اوس رباب د اننګو پرخه
تاته دې منظر کې فلسفې د هجران څه ویل
ډوبه شوه په کرښو کې کتاب د اننګو پرخه
رپ
09.12.2012
- اندیښمن ځاځی
د مينې کړنګ
نــــــادان وو چې د مــــينې لــــه کړنګه ولــــويــــدو
نظرمــــــې ماتـــــې وخوړه لـــــــه جنـــګه ولـــويـــــدو
ستا در کې وو ولاړ چې څنګه ستا سترګې ښکاره شوې
کــــچـــکـــــول د خـــ...
11.12.2012
- اندیښمن ځاځی
درنه ځمه
لاروى يم مســـــافر يــــــــــــم درنــــــــــــه ځــــــــــــــــــــــمه
قافــــــــــــــــله کې د ســــــــــــــــفر يم درنـــــــــــــــه ځــــمه
د نــــــــــــامې او د شــــــــــــــــــهرت پروا مـــــــــې نه شته
نه دولت پــــــــــــسې اوتر يـــــــــــم درنه ځــــــــ...