د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

( نظم ) د کبر کاسه نسکوره ده

نجیبه ګهیځ احمدزۍ 14.12.2016 12:01

لیکونکي : نجیبه ګهیځ احمدزۍ

د کبر کاسه نسکوره ده
اې انسانه !
دا دومره غرور او تکبر په څه ؟
ته پوهیږي !
ته په څه غرور کړي ؟؟
په هغه نه پاتې کیدونکې ښکلا
چې الله تعالی یې مصور دئ
او د وخت په تیریدو سره
له منځه تلونکې ده
ته پوهیږي ؟!
د څوارلسمي سپوږمۍ ښکلا
هم یوه شپه وې
او
پدې هم پوهیږي
چې هر بهار پسې خزان وې
که نن ته بهار یې
ډیر ژر به د خزان وچي څانګې
ستا په ګلورین پاسته مخ کې
د ګونځو په بڼه کې
ستا په مخ او تندې وغځیړې
او
ستا دغه چنار ماننده دنګه ځوانې
چې له هغو سپیرو خاورو جوړه سوې ده
چې نن ته په ډیر کبر او غرور
ورباندې له غروره ډک قدمونه ږدي
او نه پریږدې یوه زره یې هم د هغو خاورو
چې سپیره کړې ستا دا سپینه جامه
ته پوهیږي !
یوه ورځ به ستا وروستیني سپیني جامي
وتغړیږې په دغه سپیرو خاورو کې
او
تا به د ابد لپاره
په خپله غیږ کې راونغاړې
او
خاوري به کړې
ستا هغه نازولۍ نازک صورت
چې په وریښمینو پالنګونو عادې وو
اې انسانه !
تکبر مکړه په هر هغه څه
چې الله تعالی یې ته حقدار ګڼلئ یي
که ته پدې پوهیږي
چې الله تعالی ددې هر څه ورکونکی ده
نو !
پدې هم وپوهیږه
چې بیرته اخیستونکی یې هم هغه ذات دی
اې له خاورو جوړ انسانه !
غرور یواځي او یواځي
له هغه ذات سره ذیبیږې
چې خالق دی د کل جهان
او پیدا کړي یې دې
زما او ستا په څیر بیشمیره
او
خپله ده بي نیازه
نو !
مکوه غرور په دي نه پاتې کیدونکې
ښکلا ، مال او دولت
اې عاجز بنده !
خپله کړه خاکسارې
ښکته ګڼه ځان تر هر چا
مکړه کبر په هر هغه څه
چې نن سته سبا نسته
ځکه !
د کبر کاسه نسکوره ده

سرپاڼه