د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظم (د وینو سیلاب )

نجیبه ګهیځ احمدزۍ 04.11.2016 12:52

لیکونکي : نجیبه ګهیځ احمدزۍ

د وینو سیلاب
ای خدایه !
د چا چا اوښکې پاکې کړم ؟
د چا چا څیري ګریوانونه وګنډم ؟
د چا چا په دردیدلي ټیي زړونو مرحم کیږدم ؟
د کومي کونډي
بوري
یتیم
آه
او
فریادونه خاموشه
او
ګوګل ته یې را نږدې کړم ؟
کوم یتیم ته د مور، پلار شفقت ورکړم ؟
د کومې بوري خالې جولۍ ډکه کړم ؟
کومې کونډي ته په سر پړونۍ واچوم ؟
د کومي ناوي خالې لیچي بیرته
د مین په سرو شنو بنګړیو یي ورډکي کړم ؟
ای خدایه !
دلته هره ورځ د وینو لښتي بهیږې
هر بوټۍ
ونه
او.....
د وینو بوی ورکوې
هر کاڼۍ د مظلوم په وینو رنګ دی
دلته د نکروزو پر ځای
لاسونه په وینو سره کیږې
د ډولۍ پر ځای جنازي اوچتیږې
د نیالګیو پر ځای انسانان خښیږې
د ودانیو پر ځای قبرونه جوړیږې
د خوښیو پر ځای د ویر نارې وهل کیږې
ډکې ډکې د بنګړیو لیچي ماتیږې
د سر پړوني ګریوانونه څیرل کیږې
مور بچئ غواړې
بچی مور , پلار غواړې
او ............
ماشوم يه زانګو کې
د مور میني څخه محرومیږي
او
یا د مور په غیږ کې چې سترکي یي
د مور په اوښکو ډکو سترګو کې خښي کړي
په وړو وړو سلګیو ورته الوداع وایې
یا خالقه !
دلته ویره ده
ماتم دی
بی وزلي ده
ناچاري ده
وحشت دی
دلته پر ځمکه د وینو سور فرش غوړیدلی
او
په عرش خړ د بارودو څادر
دلته ستوري نه ځلیږې
بادونه د ماتم په کوڅو کې
خاوري دوړي الوزوې
مرغان په ټپي وزرو د ماتم په فضا کې
ډله ډله له خلکو سره د غم سندي بولې
دلته هر زړه مات دی
هر ارمان ټپې دی
پرله پسي د ارمانونو جنازي اوچتیږې
قلمونه
کتابونه
کاغذونه
فایلونه
او
.......
په وینو کې غوپي وهې
ژاړي
فریاد کړې
ناري وهې
وایې :
مونږ ناهیلي پاتي سو
مونږ ناهیلي پاتي سو
یا الهی !
د چا چا اوښکي پاکي کړم
پوهیږئ ؟
دلته مور د دري ، څلورو تابوتونو منځ کې
سرتوره ببر سر ناسته
لپي لپي خاوري پر مخ سر اچوې
لیونی ده
هیڅ نه پوهیږي څه وکړې
کله د یو نازولي مخ ښکل کړې
کله د بل
او
کله هم .............
وړوکۍ ماشوم د پلار مخ ته
په خاپوړو خاپوړو راکښیږې
او په وړو وړو لاسونو
د پلار مخ لمس کوې
او
د ابد خوب نه یې د راپاڅیدو هڅه کوې
خور د ورور
ورور د خور په ویر ژړیږې
یا خالقه !
د چا چا اوښکي پاکي کړم ؟
د چا چا څیري ګریوانونه وګنډم ؟؟؟