د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پیښور ژاړې !

نجیبه ګهیځ احمدزۍ 06.08.2016 11:53

لیکونکي : نجیبه ګهیځ احمدزۍ

پیښور ژاړې !
په سلګو دی
وایې :
داسې ښکاریږې چې بچو مې
زما په سر پټه سودا کړیده
نه پوهیږم !
چې کرزي یا که غنې کړیده
او
یا په ګډه دغه ټولو
تنظیمونو جهادې کړیده
آخر په کومه ګناه ؟
دا چې په سخته کې مې
خپله پښتنه غیږه کې
د شین آسمان لاندې صحرا کې مې جونګړه
او
چت د استوګنې درکړ ؟
ما خو بچې وئ
خپل سکه بچې مې
د ابدالې او د انا اولاده
نن مې سکه بچې
یو یو رانه په وار بیلیږې
کډې یې بار دې پریشانه
په سرو سترګو لوند ګریوان بیلیږې
زما آباده ځاله مه ویجاړوی
درته ښیرې به وکړم
زما بچې زما سینې پورې نږدې را پریږدی
اوس چې د خوب تعبیر نږدې دی
میدان مه پریږدی
دومره آسانه مې
د تور پنجاب غماز په لاس کې مه ورکوی
پوهیږئ ؟
پر ما جنګونه په پیړو سوې دې
زما په سر باندې
خوشحال توره په وینو رنګ وه
اې !
تاسو خو زه د ګل وطن خپله حصه ګڼلم
ان تر اټک مو خپلې سترګې ، ځان
او
ځیګر ګڼلم
تاسو خو ټول عمر دعوي
ان تر اټک کولې
پښتون لا څه....
چې
به تاچک او هم ازبک کولې
څومره په نرمه او خوږه ژبه به
ویل :
ازبکو او تاجک زامنو
برو بچیش :
تا اتک از خودماست .....
اخ !
ما ته مو ډاډ او اطمینان را کاوو
ستومانه زړه ته مو قرار را کاوو
زه وم کالونو نه راهیسې
د لیدلیو خوبونو د تعبیر په تمه
نن راته خاورې په خوبو اچوی
تاسو لپاره مې د تور مخو
هر رنګه ستمونه زغمل
درندي څپیړې مې یې
هر وخت پر مخ خوړلې
خو !
زه نن ګیله نه له ازبک نه له تاچک کومه
زما ګیله له خپلې وینې پښتنو څینې ده
زما په سر سودا ونکړی
پښتنو زامنو
اوس وخت نږدې دی لري نه دی
چې
مې په غیږ کې سور او تور
زرغون بیرغ د خپلوکۍ اوچت سې
هو !
ما مې په خوب کې لر او بر پښتون یو ځای لیدلی
د پښتنې مور لیدلی خوب تعبیر
هیځ کله دروغ کیدلی نسې
بس
لږ همت او لږ غیرت په کار ده
ستومانې مور له سره دا دوه رنګه
لوپټه د اسیری لري کړی
راته ټیکری د دري رنګونو
را په سر کړی
قهرمان زامنو
زما افغان زامنو
بس
نوره مې مه ژړوی
زما افغان زامنو
ای قهرمان زامنو