د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مورته عقیدت

نجیبه ګهیځ احمدزۍ 06.10.2016 12:34

لیکونکي : نجیبه ګهیځ احمدزۍ

مورته عقیدت
یو زه نه یم ستا په مرگ با ندې جهان خپه دی
تا پسې مورې لاندې ځمکه پاس آسمان خپه دی
ستورې په وریځو کې پت شوې ډیر خپگان د لاسه
تا پسې مورې توره شپه او روڼ صبا خپه دی
مرغان اوس نه راځې باغچو ته د نغمو لپاره
تا پسې مورې هر مرغه بلبل بورا خپه دی
سیندونه اوس د مستې شور مستي څپي نه وهې
تا پسې مورې ټول سيندونه هر ابشار خپه دی
زړونه گوګل کې د خپکان نه درزهارۍ کوې
تا پسې مورې هر یو کاڼۍ د بیدیا خپه دی
ټول ارمانونه په سلگو دې چې نیمګرې ماتي
تا پسې مورې پاتې هر ټپې ارمان خپه دی
نن خاموشې په وچو شونډو د هر چا خپره ده
تا پسې مورې لمدي سترګې لوند ګریوان خپه دی
مونږ ته دی پريښودل یادونه په خالې انګړ کې
تا پسې مورې نجیبه او هر انسان خپه دی