د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سردار محمد داؤد خان د درنښت مقبره

ډاکټر نبي مصداق 09.03.2016 12:11

د مارچ په لومړۍ نېټه د قندهار ځینو مشرانو د فقید داؤد خان د وراره د لمسي سردار نادر نعیم په ګډون له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه درلوده او د دې مشرانو په غوښتنه، ولسمشر نه یواځې د افغانستان د لومړي جمهور رئیس شهید داؤد خان د مقبرې جوړول ومنل؛ خو د خپل شخصي ۲۰.۰۰۰ ډالرو د اهدا ژمنه یې هم وکړه، چې د حکومت ۴۰۰.۰۰۰ زره افغانیو سره په ګډه دا مقبره جوړه شي.
د هېواد ډېرو مشرانو، لیکوالانو، چاپي او غږیزو خپرونو، دا یو نیک کار وباله. د ارګ په غونډه کې، انیس د نورو په شان ولیکل "د اروښاد داؤد خان د خدمتونو د څېړلو په موخه د علمي سیمینار وړاندیز (هم)، ولسمشر ومانه او د دغو موضوعاتو د پرمخ وړلو لپاره یې د کمېسیون د ټاکلو حکم وکړ".
شهید داؤد خان د کمونستانو په یوه خوني کودتا کې د کورنۍ له ۱۸ تنو ښځو، ماشومانو، ورور نعیم خان او خپلو زامنو سره په ارګ کې شهیدان شول او د هغوی مړي وروسته ښکاره شوه، چې د پلیچرخي په پولیګون (قتل ګاه) کې تر خاورو لاندې شوي وو.
د کرزي د یوه ملي خدمت په لړ کې، د داؤد خان، نعیم خان او د کورنۍ د نورو غړو هډوکي له پلیچرخي نه، د تاجبیک قصر ترڅنګ یوې غونډۍ ته نقل شول، چې اوس به، هلته دا مقبره ورباندې جوړېږي.
نن په کابل کې، د ډیمکراسۍ د آزادۍ تر نوم لاندې داسې جریدې او ورځپاڼې هم نشرېږي چې ډېر ځلي په ملي ګټو پښه ږدي رسیکتاروستي، سمتي او قومي ګټو ته لمن وهي؛ خو د تېرو ۱۳ کالو د مطبوعاتو په آزادۍ کې چې افغانستان تر ټولو شاوخوا ملکونو، په وړاندې کتار کې درېدلی، افغانان، په تېره بیا ځوانان دومره بیداره کړي دي چې داسې غیر ملي لیکونو ته، په ډېر ارزښت قایل نه دي.
د ماندګار ورځپاڼه، په داؤد خان د مقبرې جوړول په قومي او اتنیکي حُب او بغص پورې تړي او وايي "وقتی فرمان ساخت مقبره شهید داؤد خان صادر میشود، منطقی است که عین فرمان برای شهید حبیب الله کلکانی نیز صادر شود، تا اسباب رضائیت هوا داران این شخصیت تاریخی نیز فراهم ګردد" (ماندګار ۲۰۱۶/۳/۱ ) یاده ورځپاڼه د دې سر مقالې په دوام کې لیکي "ساختن مقبره شهید داؤد خان، در ادامه فاشیسم قومی تعبیر می شود و اختلافات تباری بیش از پیش وسعت می یابد".
دې ورځپاڼې، دوه ورځې وروسته د یوه کمپاین په څېر بیا هم د "غوغای ناتمام، خاک سپاری یک عیار" د نوم لاندې د داؤد خان مقبرې په مقابل کې د کلکاني د مقبرې موضوع له قومي او سمتي نظره تحلیل کړه؛ خو ویې نه لیکل چې د کوم ملي، وطن دوستۍ، خلکو ته د خدمت له نظره، داؤد خان له حبیب الله کلکاني سره چې د خلکو په منځ کې د "سقاو ځوی" په نوم یادېږي، پرتله کېږي؟
ځکه د کلکاني د نهه میاشتنۍ دورې عیني شاهد کاتب هزاره وو چې هغه د ۱۹۲۹ کال په ورځینو او روانو پېښو باندې یو کتاب لیکلی چې د افغانستان مشهور تاریخ پوه کاندید اکاډمیسن سیستاني په تفصیل د "افغان جرمن آنلاین" لپاره وڅېړلو او د هغه تفصیلي مقالې او نورو کسانو لیکنې، د دې ویب پاڼې په آرشیف کې ساتل شوي او هر څوک یې هلته لوستلای شي. سیستاني د شاعر خلیلي په کتاب، چې د جهاد په دوره کې یې په حبیب الله کلکانی باندې ولیکلو او ورته د "عیار خرآسان" لقب ورکړ، د خپلو مقالو عنوان ټاکلی او لیکي چې کلکاني څوک و "عیاری از خراسان یا دزدی از کلکان؟" او هغه نهه میاشتې په کال ۱۹۲۹ کې د کاتب هزاره د لیکنې له مخې څېړي او د ډېرو نورو ناخوالو ترڅنګ وایي چې د انجنو ښوونځي وتړل شول، د کابل د اوسېدونکو په ناموس مکرر تیري وشول او هر هغه څوک چې د امان الله خان د دورې پلوی یا مامور و، په خپله به د شاعر خلیلي لخوا هم په بلخ او کابل کې وژل کېدل.
نو د انصاف نه لرې خبره ده چې داسې یو شخص او داسې یوه دوره له داؤد خان او یا د هغه د ژوند د خدمتونو له دورې سره پرتله شي.
سیستاني د شمالي د یو درجن نامتو کسانو نومونه اخلي، چې ولې میر مسجدي او دا نور نه نازول کېږي چې ملت ته یې خدمتونه کړي او د انګرېزانو په مقابل کې جنګېدلي دي؟
په کابل کې د ۸ صبح ورځپاڼې هم، بې له دې چې د کومې بلې ورځپاڼې نوم واخلي په یو تفصیلي مضمون کې د "الگو سازی کاذب" تر عنوان لاندې د داؤد خان د صدارت لس کلنه دوره او د هغه د جمهوریت پنځه کلنه دوره څېړي چې له پاکستان سره یې اړیکې ترینګلې شوې او د ایران او شوروي سره یې د پاچا د وروستي صدراعظم موسی شفیق پر وخت کې نېږدې والی راغلی و، هغه یې هم په کږه وږه لاره روان کړل او هم د هغه د جمهوریت په دوره کې، مطبوعاتو آزادي چې د پاچا په وروستیو لسو کالو کې ورځپاڼو، جریدو، په نسبتاً آزاد فضاء کې لیکنې کولې او پارلمان ته د بیان پوره آزادي ور په برخه وه، دا ټول بند کړل او هم د یوې خپلې خوښې د لوې جرګې له لارې یې غوښتل چې ځان "مادام العمر جمهور رئیس" اعلان کړي؛ خو لیکي چې "برخې از حلقات در حال حاضر تلاش میکنند، چهره غیر واقعی از داؤد خان ترسیم کنند." د دې لیکنې په پای کې ۸ صبح زیاتوي چې "یکعِده جوان هم این روزها رد پی ترسیم چهره غیر واقعی از حبیب الله کلکانی هستند. حبیب الله کلکانی هم کسی بود که مکتب های دختران را بستند، آموزش و پرورش مدرن را ملغا کرد و دخترانی را که برای آموزش به خارج فرستاده شده بودند، برګردانیدند. رفتار او برای طالبان و آنانې که تفکر طلبانی دارند، می تواند یک الګو باشد، اما برای تحصیل کرده ګان لیبرال، جبیب الله کلکانی به هیچ وجه الګو نیست."
واقعیت دا دی چې داؤدخان له حبیب الله کلکاني سره له هیڅ اړخه پرتله کېدای نشي. د دواړو ترمنځ د ۴۴ کالو واټن دی چې دا په خپله تر دوو نسلو پورې رسېږي. داؤد خان که قوماندان امنیه د کابل و، که د مشرقي تنظیمه رئیس یا د فاع وزیر، صدراعظم او بالاخره جمهور رئیس، خپل ټول عمر یې د افغانستان د پرمختګ او عصري کېدو په لار کې تېر کړ چې د افغانستان مطلق اکثریت ورته په درنه سترګه ګوري. حال دا چې د کلکاني لپاره د داسې صفاتو پیدا کول به ډېر ګران وي.
نن تر هر څه موږ د داؤد خان په څېر یو شخصیت ته ضرورت لرو چې ملک مو له موجوده ناخوالو نه چې د ده تر مرګ وروسته شروع شوې، را وباسي.
په بل عبارت موږ یو وطن دوست داؤد خان ته ورته خیر خواه مشر ته چې دکتاتوري طبعه ولري ضرورت لرو. همداسې اشخاصو، لکه چن کاشیک په تایوان کې، لي کوان یو په سنګاپور کې، محمد مهاتیر په مالیزیا کې یا د جنوبي کوریا نظامي مشران او داسې نورو چې خپل ملکونه یې د درېیمې نړۍ نه لومړۍ نړۍ ته ورسول.
اوس موږ چې هر لوري ته ګورو، داسې څوک زموږ لپاره نه لیدل کېږي؛ نو ځکه هم داؤد خان ته مو سترګې ور اوړي چې هغه د دې لیاقت لري چې ارادتمندان یې مقبرې ته ورشي او دعا ورته وکړي.