د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسیال افغانستان د ژغورنې پلان

ډاکټر نبي مصداق 18.01.2011 00:45

دا مضمون د هغه کتاب لپاره ليکل شوی چې دنورو زړه سوانده او وطن دوسته افغانانو، زمونږ د ملک د روان کړکيچ د حل لپاره، خپل پلانونه او وړانديزونه ورته راليږلي دي اوډير ژربه ېې نوم اودچاپ نيټه اعلان شي۰

دسیال افغانستان د ژغورنې پلان

په دې کتاب کې به تاسو د ډیرو خواخوګو او زړه سوانده پوهیالیو نظرېې د افغانستان دجنګ د ختم او د امنیت د ټینګولو په باب ولولې۰
زما په اند هغې مرحلې ته مونږ باید له دوکړیو نه تیر شو، لمړی باید دخارجې ځواکونو دوتلو لاره پرانیځو (چې په دې برخه کی به مختلفې نظریه په دې کتاب کې مطالعه کړی) او دوهم دا چې څنګه موجوده رژیم چی دخارجې ملکو له ایجنټانو، غلو، قاتلانو او دافغانستان له دښمنانونه ډک دی، له صحنې نه ویستل شې ۰ځکه همدا اوس افغانستان ته، پردیو مداخله ګرو قواو، داسې یوفاسد حکومت ور په برخه کړی چې افغانستان خو لاڅه کوې چې حتی دې سیمې په تاریخ کې نه لیدل کیږې۰
د دی فاسد حکومت د معاوضه له پاره مونږ زرهاو صالح او خواخوګو افغانانوته په لمړې مرحله کې ضرورت نلرو، یواخې ۱۳۰په شاوخواکې وطن دوسته او مخلصه افغانان په کار دې چې په ډیرې اسانې سره زه او ډیر نور په افغانستان مین افغانان داسې کسانو لست برابرولی شې ۰ دې ۱۳۰ کسانو نه به دموقتې دوری ریس جمهور، د هغه مرستیال، او پاتی کسانوتبه شل وزارتونه،(دیرشوپورې وزارتونوته چې دجګړره مارو ډلودفشارله امله جوړشوي اودیوبل کار تکراروی ضرورت نشته ) دهغو شل معینان، شل ادارې ریسان، او پاتې کسان به د پلازمینې او ولایاتو قاضیان او والیان مقرر شې۰ کله چی ریس جمهور دکابېنې او زارتونو لوړ رتبه مامورین او قاضیان والیان رشوت و نه خورې، دهغو نه لاندې کسان به جرئت ونکړې چې په فساد لاس پورې کړي۰ او په دې ډول به په څو میاشتو کې داختلاس او دخلکو د ځورولو ټغر له افغانستان نه ټول شې او زمونږ ملک به بیا خپل د لاسه تلی شرف، وقار او په سیمه او نړۍ کې خپله پخوانې ابرو او حیثیت بیا تر لاسه کړې۰

زه دا نه وایم چې دلته او هلت به څوک رشوت ته لاس وانچوې لکه چې دظاهرشاه او دائودخان په وخت کې په پټه او په چل او هنر باندی به بډې اخیستل کیدی؛ خو په دې موئقته دوره کې داسې کسان باید پوره رسوا شې او فورا'' له کاره ویستل شې۰
دملګرو ملتو د یوې احصائېه په اساس هر افغان دکال ۱۰۰ډالره رشوت ورکوې ۰ په افغانستان کې چې د ۳۵ملیونو په شا وخوا کې وګړې لرې که دا دیو ملیارد نه زیاتې پیسېخلک پخپله مصرف کړی او ېاېې په ګټه واچوی د اقتصادی رشد په اساس ، چې هر سل افغانې په چلښت کې لسچنده کېږی، حکومت به وکولای شی چې دمامورینو دمعاشونوپه زیاتوالې باندې دا ګټه تقسیم کړی نوبیا به څوک ټیټ معاش درشوت اخیستلو له پاره بهانه کولای نشې۰

زه د افغانستان دترقې او تعالی لپاره یوپنځه کلن پلان لرم چې تراوسه مې د اریانآفغانستان تلويزیون، مهاجرو افغانانو له تلويزیونو او ځينو ویب پاڼو له لارې ورباندې خبرې کړي دي۰ ما یوکال دافغانانو اولادو ته چې په لودیزکې لوی شوي درس ورکړی اوهم زما دوه زامن او دنورو کورنیو اولادونه ، چې هریوېې مافوق لیسانس تحصیل لري پیږنم چې دخپل دپلار او مور ملک ته څومره مخلص دي او په تلیزیونو کې دهغو په بده ورځ اوموجوده حال ښودلو باندې څومره زوریږي۰ دا تعلیم یافته هلکان او نجونۍ دافغانستان لپاره هغه ملائیکي دي چې په ۱۵ الی ۲۰ کالو کې به افغانستان په یوه غښتلي او مترقي ملک باندې تبديل کړي، ځکه هغوی د لویديز په علم او تکنالوجې کې لوی شوي اوډیرېې په عصري علم کې ماسټرې او ډکټوراوی لري۰

دلرې ختيځ ملکونه لکه جاپان، تایوان، جنوبي کوریا او ملزیا، یو هم زمونږ په شان رسیدلې بشري قوه چې په لویدیځ کې ېې تحصیل کړی وي نه درلوده۰ او یوازې دځینو محدودو محصلینو په ليږلو سره لویدیځو پوهنتونو ته دخپلوملکو په صنعتي او عصري کولوېې پیل وکړ۰ مونږ اوس په امريکا، اروپا، استرلیا او هم په لږ شمیر د افغانستان په داخل کې د ۲۵۰ زرو په شاوخوا کې په لوړه سویه روزل شوي افغانان لرو۰ پورتنیوختيځ ملکوسره نړۍ والو کوم زړه سوی او د مرستې چمتو والی، لکه مونږ سره چې ېې لري نه درلود۰ له ټولو څخه مهم، هغوملکو په خپلو غرونو او ځمکې نه لاندې داسې ذخائر چې مونږ ېې لرو هم نه درلود۰

نو لکه څنګه چې وينې افغانستان دعصریت، صنعت، او پرمختګ لپاره داسیا د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسيزې دملکو نه چې د خپل صنعتي پرمختګ له کبله '' دصنعتي پړانګانو'' نوم ګټلی و، ډیر امکانات لري۰ مونږ دي امکاتو نه په استفادې سره کولای شو چې په دو لسيزو کې افغانستان داسې یو پرمخ تللي هیواد وګرزوچې په سیمه کی یو غښتلی سیال او په رښتیا دسویس نوم وګتي۰

دې پنځه کلن پلان د عملي کیدو لپاره زما وړانديز په لاندې ډول دی۰

الف۰مونږ په اسانې سره په هرکال کې تر درو زرو پوری خپل دا تعليم یافته ځوانان او ځوانانۍچې په طن مین او په اخلاص او صداقت سره خدمت ته حاضر وي استخدامولوی شو۰ دا لړې باید تر پنځو کالو پوری دوام وکړي۰ دې پنځه لس زرو لپاره ، په هرو لمړیو کالو کې چې استخدام کيږي باید په کابل کې یو مشخص او مصون ځای ولرو چې هلته په لمړیو دو میاشتو کې خپلې ملي ژبې زده کړي او هم هره شپه د خپل کلتور او تاريخ سره د بلدېدو لپاره له پوهانو، عالمانو نیولې تر نورو مسلکي کسانو پورې هغوته لکچرنه ورکړي، چې په دې ډول په بيړه، دخپل ملک له کړو وړونه باخبره شي۰

ب۰مونږبه دا تعليم یافته ځوانان او ځوانانۍ دکابل اوولایاتوپه ناحيوکې مقر ر کړوچې دخلکوله کړاونونه پخپله په استلاح با خبره شي۰البته دنوي کال د نوو ځوانان او ځوانانۍ د لمړنې دوه میاشتيزي دوري نه وروسته به دهغو ځای دې بلې تعليم یافته ډلې ته وروسپارل شي او لمړې دوره به په پلازمینه اوو لایاتو کې د ټېټې دورې په ماموریتونوپیل وکړي۰

ج۰ زمونږ دا تعليم یافته ځوانان او ځوانانۍ به دپنځوکالوپه موده کې دخپل لوېدېځ تحصيل په رڼا کې نه یوازې دا چې د وطن او خلکوله مشکلاتوبه په اساسي ډول باخبره شي خو دهغو په حل کې به ېې هم اقدامونه کړي وي او پلانونه به ورته لري۰ دوی به ددې پلانونو د تدبيق او مراجعو په باب، نه یوازې راپورونه ليکي، خو په عملي ډول به دهغو په پلي کولو لاس پوری کوي۰

د۰ دا ځوانه اوپه نړۍواله سویه رسيدلي افغانان به زمونږږ د وطن او حکومتراتلونکی مشران وي او ټول فاسد کسان به یو په یو له حکومتي دستګاه ايستل کږي او پرځای به ېې د امتحان او لياقت له مخې نوي رسيدلي کسان ټاکل کيږي۰په دې موده کې به د افغانستان د مامورينو د استخدام لپاره د انګلستان په شان د ''سفل سرویس '' درې طبقه ېې ماموریتونه وضعه کيږي ترڅو هرې برخې ته داسې کسان چې په رښتیا ېې لیاقت ولري جزب شي۰

افغانستن تر درو ټرليونوپورې تيل، غاز او نور قيمتيي منرالونه لريي۰ زمونږ دا رسيدلې طبقه به د وطن د ضرورت په اساس دا ذخایر راسپړي او ملک به ورباندې ابادوي، نه دکرزي د عادل نومي معادنو وزيرپه شان، چې د ديرش ملیونه رشوت په مقابل کي ، دعینکو دمسو کان خرڅ کړو اوخارج کي دعیش او نوش ژوند تيروي او څوک نشته چې دا او د ده په شان په سلهاو نور خاینان د خلکو محکمې ته راکش کړي۰

زمونږ دا نوی پوه نسل به دوطن ذخايړداسې په پانګه اچوي چې هر سل ډالره ېې په زرو ډالرو تبديل شي۰ څرنګه چې مونږ دخپلو ټولو اوبو له اندازې نه یواځې د ۲۵ فيصدو نه استفاده کو، څرنګه چې مونږ دخپلو ټولوځمکوله اندازې نه یواځې د لسو په سلو کې استفاده کو، که مونږ بندونه او کانالونه جوړ کړو او په ملیو نوهکتاره ځمکه کرهڼي لاندې راولو، افغانستان به د غلې دانې دحاصلاتو په یوه مهم مملکت بدل شي۰ د افغانانو لپاره به دا کوم نوی کار نوي ځکه چې زمونږ خلک په سلو کې ۸۰ بزګر دي او په ډیر شوق سره به دکرهڼې نوي تخنيکونه هم زده کړي۰

وروسته له پنخو کلو، دا لمړي۱۳۰تنه ،چې د کوم حزب او ډلې په اساس نه ، او یواخې او یواخې د صداقت او خدمت په اساس سره یوخای شوي کولای شي د ملک د قوانينو سره سم د نورو په شان خانونه د جمهور رئیس نه نیولې تر پارلمان او نورو کورسیو لپاره کاندید کړي۰
د افغانستان خلکو په دې تیرو، درو لسيزونه زیاته موده کې، د حد نه زیات کړاونه ليدلي دي۰ هغوی د واقعي خدمتګارانو قدر داني کوي او زه یقين لرم چې په دعا او په اتخاباتو کې به، په خپلو رایو سره هغوي مکافات کړي۰

ما د افغانستان پاره د دې حیاتي پلان د هرې برخې لنډيزدلته وړاندې کړترڅوزمونږ وطن دوسته اوخواخوګيوطنوال په دې لټه کې شي چې د افغانستان لپاره ، له هره نظره امکانات شته دي او مونږ کولای شولويديځ مشران په دې قانع کړو چې د رسېدلي، متحداو اباد افغانستان په جوړيدوکې د دوی خیر هم دی۰