د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار پوهنتون داعشګاه نه دی

ډاکټر نبي مصداق 01.12.2015 12:28

د ننګرهار پوهنتون له یوې لسیزې نه را پدېخوا د پېښور د ځینو تنظیمونو د سیاست ساحه ګرځېدلې ده. څه موده وړاندې چې د یوې مظاهرې په لړ کې، د همدې تنظیمونو د ځینو استادانو په لمسون، شاګردانو ته د داعش، طالب، حزب اسلامي او نورو مذهبي ډلو لخوا، بیرغونه ورکړل شول چې نه یوازې د ننګرهاریانو؛ خو د ټولو افغانانو د شوک او تعجب سبب وګرځېد. ځکه چې داعش د وحشت کارونه په شینوارو کې پیل کړي، لکه سپین ږېري په بمونو الوزول، تنکي نو تولد ماشومان، ټوټې پرچې کول او د خلکو کورونه سوځول او داسې نور غیر انساني او غیر اسلامي اقدامات؛ بیا په یو عملي مرکز کې د داسې وحشیانو بیرغ پورته کول، ټول مبهوت کړل. ځکه هم جمهور رییس اشرف غني یو لوړ رتبه پلاوی ننګرهار ته ولېږه چې ډېر ژر خپل راپور ورته وړاندې کړي. زه هم د دې پلاوي غړی وم او موږ درونټې ته په رسېدو، پوهنتون ته ولاړو، محصلینو سره مو په غونډه کې خبرې وکړې او بیا مو، په هغو څو ورځو کې چې هلته وو، د پوهنتون د ۱۳ پوهنځیو د هر ټولګي اول نمره نه تر درېیم نمره شاګردانو سره، د دوی له استادانو او د پوهنځیو له رییسانونه، معلومات راټول کړل. بر سېره پر دې، موږ د قومي شورا، د ولایتي شورا، د مېرمنو شورا او د ننګرهار د مسلکي خلکو له اتحادیو او شورا مشرانو سره هم، د پوهنتون په باب مفصلې خبرې وکړې.
ټول په یو نظر ول چې مظاهره د بدل اعاشې پر وخت نه رسېدو له امله، د لیلې د مشکلاتو او دا چې کتابتون ۲۴ ساعته خلاص ندی پیل شوه؛ خو د مظاهرې رهبري غوښتنه وکړه چې له پوهنتون نه د باندې مظاهره دوام وکړي. کله چې مظاهره د باندې شوه، ځینو کسانو چې مخونه یې پټ کړي ول او ډانګونه ورسره ول، نور مظاهرې ته را ایستل او پدې وخت کې د حکومت او خلکو دښمنانو بیرغونه هم ځینو محصلینو ته ورکړل. که څه هم مظاهره د پوهنتون له صحنې نه د باندې د ساعتو په شاوخوا کې دوام وکړ؛ خو مطبوعاتو عکسونه واخیستل او پدې ډول د ۲۰۰ تنو محصلینو ناکاره استفادې، د پوهنتون د ۱۶ زرو محصلینو نوم داسې خپور کړ، لکه چې ټول داعشیان، طالبان، حزبیان او داسې نور وي.
حقیقت دا دی چې له ننګرهار نه د بهر د ولایتونو له محصلینو نه، سواستفاده کېږي او هغوی ځینې ننګرهار ته په راتګ سره پدې احزابو کې جذبېږي او ورته ویل کېږي چې که د دې یا هغه حزب یا ډلې کارت ونه لري، کامیابي به یې له پوهنتون نه مشکله وي.
دوه کاله مخکې څو تنه د همدې پوهنتون شاګردان، ملي اردو او پولیسو سره په نښته په کنړ کې ووژل شول، نو د همدې پس منظر له امله، امنیتي ځواکونو، ۲۷ تنه شاګردان چې په نښه شوي وو نیولي او تحقیقات یې روان دي.
د ټولو شاګردانو او له پوهنتون نه بهر له هغو شوراګانو سره چې موږ خبرې وکړې، هیله دا وه چې د ننګرهار پوهنتون۵۱ کلن تاریخ لري او په ډېرو مواردو کې د کابل تر پوهنتون هم وړاندې دی.
داسې ډلې ټپلې چې پوهنتون ته ننوتلي باید تصفیه شي چې پوهنتون د یوه علمي مرکز په حیث، وطن ته، لایق او ژمن محصلین او محصلانې وړاندې کړي.