د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په انتخاباتو صلحه نه راځي

ډاکټر نبي مصداق 01.07.2013 22:42

که په افغانستان کې د نسبي واقعي دیموکراسې د پلی کیدو امکانات  هم وی نو بیا به د افغانستان اکثریت وګړو د انتخاباتو نه پلوي کړې وی.  خو په تيرو دو انتخاباتو کې دومره درغلې او لاس وهنې وشوي چې  بې د اوسنیو ذيدخلو کسانو نه ، چې خپلو ګټو ته  به دوام ورکړي او موجوده رشوت اخيستل او په ټولو امکاناتو سره خپلې سوء استفادې لاهم پسې زیاتې کړي،  د ملت اکثریت لپاره بله معنی نلري. ددې هيره هم شته چې ۲۰۱۴ د خارجي عسکرو په وتلو سره به د ډالرو باران ودريږي او دا موجوده شرمښان به د وطن د معدنونو په خرڅولو لاس پوري کړي ترڅو که د هغو سوري جيپونه ډک کړای شي.  پس انتخابات به، همدا موجوده کسان ، چې په اختلاس او درغلیو کې ېې لاهم  مهارت هم پیدا کړی، بیا صحنې ته راولي.
زه د افغانستان د ٌصلحې د یوې شورا له لارې چې د افغانستان د خاموش اکثریت د صلحې شورا (ا خ ص ش) نوميږي د دو کالو نه را په دې خوا د افغانستان په صلحه، د تليفوني کنفرانسونو له لارې چې په دې غونډوکې افغانانو د نړۍ د ټولو برخونه په لاین کې راځي،  بلاخره دې نتيجې ته رسيدلي یؤ چې انتخابات د حل لار نه ده.  مونږ تير کال افغانستان ته یو هیئت وليږه چې له ټولو خوا ؤ سره په تماس کې شي .  هیئت په کابل  له يوناما، امريکې سفارت او هم ډیرو ولایتونو کې له سياسي، ګوندي، قومي مشرانو، پوهانو او نورو صلحې ډلو سره وليدل او زمونږ وړانديز ېې ورته وړاندې کړو چې په موجوده وخت کې بې له یوه أتلافي حکومت نه  چې د ټولو ډلو ټپلو په اشتراک ، چې هم په جنګ کې کېوتي دي او هم هغوی چې ځانونه ېې ملیونران کړل او جنګ راوستلی شي،  جوړ شي ، مونږ په بل ډول صلحې لپاره لاره نه وينوو.
 دا أتلافي حکومت ،  په داسې حال کې به چې له موجوده ډلو ټپلونه نماینده ګي کوي ، خو دا موجوده مشران به يي غړي نه وي. هره ډله به خپل تعليم یافته ځوانان دې حکومت ته وړاندې کوي. ددوي موجوده مشران له یو بل سره دښمنې لري او مړي کړي نو نا ممکنه ده چې هغوی په اخلاص او وطن دوستې کې د ملت د ګټې لپاره ګامونه واخلي.
د افغانستان دوه پر دې برخې وګړي ځوانان تشکیلوي او باید ځوانانو ته موقع ورکړ شي چې د وطن د آبادې لپاره مټې راپورته کړي او دا اختیار د موجوده مشرانو نه چې هغوي مطلقاً ناکامه شوي دي تر لاسه کړي. په هم دې دول دداسې مؤقت حکومت د رأس په چارو کې باید د وطن داسې مخلص پوه او سپينږيري،  چې افغانانو او بهرنیو ته د هغو کاري لیاقت او تجربه څرګنده ده ځای ورکړشي.  دداسې سپينږرو نه زمونږ مطلب پوهاند اشرف غني، ډاکټر بشر ډوست او ډاکټر فاروق اعظم دي. دا کسان به انشا الله  دا ماته بيړې د ځوانانو په لیاقت، انرژې او وطن دوستې حتماً ساحل ته وباسي.  د بلې خوا  دداسې حکومت په جوړيدو سره به په زرهاؤ نور روزل شوي ځوانان له بهر نه تشويق شي چې وطن ته راستانه شي او یوبل ته د افغانستان د آبادې او سر لوړې لپاره لاسونه سره ورکړي.
دا حکومت باید د یوې واقعي لوې جرګې له خوا جوړ شي.  ددې لوی جرګې لپاره زمونږ (ا خ ص ش) شورا به د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته خپل غړي وليږي چې هغوی په ولسوالېوکې، هغه کسان چې څو نسله ېې خپلو خلکو ته خدمت کړیي  او محلي خلکو ته محترم دی او اعتبار ورباندې لري هغوی  پیدا کړي چې د لوی جرګې لپاره کابل ته راشي. په دې ډول به زیار ویستل شي چې دا جرګه  د تيرو ۴۰ کالو د تقلبي جرګو په شان نه وي.  د حکومت د جوړیدو نه وروسته دا لویه جرګه به د خپل منڅ نه د ۱۵۰ تنو په شمیر یو کميسيون یا جاري جرګهګې و ټاکي چې هغوی به برعکس د موجوده  تقلبي پارلمان ،  ددې حکومت تر درې یا څلورکلنې د ورې پورې د حکومت ټول  کړه وړه  تر نظر لاندې ساتي او بې ددوی له مشورې او موافقې نه به هيڅ قانوني ګام نه پورته کيږي.
مؤقت حکومت به په هغو سیاسي او اقتصادې قراردادونو چې شوي له سر غور وکړي، وروسته له ۲۰۱۴ نه د بهرنیو عسکرو پاتېکیدل، د وطن آبادول ، بې له دې چې د بیتت المال نه جزءي ترینه سوء استفاده وشي، په کار شروع وکړي. هغه افغانان چې د قاچاق له لارې په دشتو کې وژل کيږي، د نورو ملکو په سرحدونو کې بندیان کيږي او بحرونو کې بيړۍ ېې ډوبيږي د نورو مهاجرو سره بیرته خپل ټاټوبي ته را وغوښتل شي او دکور او کار امکانات ورته برابر شي، ټولو ګاونډیو او نورو هیوادو ته به  د برابرې ،‎ ورورولې او د يوه سرلوړي هيواد په څير لاس ور وغځول شي. مؤقت حکومت به د خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره د ډیموکراسې د مفهوم په پوهولو سره د افغانستان خلک خبر کړي، ځکه نن اسلامي او غیر اسلامي ټول ملکونه په همدې لار روان دي.
دا خوار افغانستان چې موجوده بېخرده ځامنو ېې د اختلاس، بډو او وروسته پاتې کیدو له امله د ۱۹۹ مملکتونو د لست آخر ته رسولی  ددې او راتلونکو انتخاباتي حکومتونو په زیار بيرته خپل پخوانې، عظمت او رسوخ تر لاسه کړي. ځکه افغانستان ته دهرڅه امکانات شته:
الف. ټوله نړۍ غواړي چې په افغانستان کې آرامي راشي او تر خپل توان پورې مرستې ته زمونږ سره آماده دي.
ب. امريکا د افغانستان او عراق په جنګونو کې دومره تاوانې شوې چې د یوې خوا  ۶۷  سلنه امريکایان نور جنګ نه غواړي او د بلې خوا د امريکا اقتصاد ېې توان نلري.
ج. نن افغانستان په شمالي امريکا، اروپا، روسیه، ترکیه، هند، استرلیا او نورو ملکو کې د دوسو زرو نه زیات د ماسترې او دوکتوری په سویه خوانان او ځوانانۍ لري چې په اوسني عصر او تکنالوجې باندی بلد دي او ډیر يي  په همدې ملکو کې کارونه کوي. که د هغوی شلزره تنه وطن ته راستانه شي، افغانستان به په لسو، پنځه لسو کالو کي د ګااونډیو په څیر خود اکتفا او سرلوړی شي.
د. افغانستان هر  ډول معدنونه او نور ذخایر لري چې ټول صنعتي هیوادونه غواړي مونږ سره تجارت ولري. یواځې په همدې خپلو، خدای راکړو، زیرمو مونږ کولای شو خپلو خلکو ته تعلیم، کار او متمدن ژوند امکانات برابر کړو.
د پاريس له وروستي کنفرانس نه چې ټولو داخلي خواؤ په کې برخه اخيستلې وه  څرګنده شوه چې هغوی ټولو جنګ نه غوښت. اوس چې په دوحه کې د صلحې لپاره امکانات آماده شوي دي، باید د پاريس غیر رسمي موافقې ته رسمي بڼه ورکړشي او پرې نږدي چې ځينې مغرض او د جنګ منفعت اخيستونکي دا خبرې د خپلو شخصي، سکترستي او سمتي کټو له امله بېلارې او خدای مه کړه،  ناکامې کړي. د افغانانو مطلق اکثریت که په داخل کې دي او که په خارج کې نور جنګ او د پردیو د مداخلوحوصله نلري او نغواړي چې په قومي، مذهبي، ژبني او سمتي تعصبونو نور زمونږ وطن وران، د تباهي او تجزیه کندې ته ورنږدې او خلکو مو لاهم وځورو ي.
ومن الله توفيق