د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښځه،تاریخي او افغاني نظرونه

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی 07.03.2015 20:57

کله چې خدای تعالی ج.ج. آدم ع.س. پیداکړ،دهغه ترڅنګه ېې  بی بي حواع.ر. د هغه د جوړې(زوجې) په حیث دهغه له خپل وجود څخه خلق کړه اوبیا یې له هغوی څخه ډیر نارینه او ښځینه اولاده دځمکې پر مخ پیدا کړه "په قرآن کریم کې د النسآء سورت او نور مبارک آیتونه ..."،د دې لپاره چې له الله څخه وویرېږئ او په خپلو منځو کې موءدت او رحمت ولرئ.
له آدمه تر دې دمه ښځه مور ده،ښځه خورده،ښځه نیا ده؛ ښځه خواښې ده،
ښځه میرمن(ښځه!)ده، ښځه لورده،ښځه ښينه ده،ښځه ڼنګور ده؛ښځه ڼندرور ده،ښځه یور ده؛ښځه لمسۍ ...
ښځه خاله ،عمه،کاني،ماواني ده
لڼډه داچې ښځه نیمه نړۍ ده.وایي:'' ښځه په یولاس زانګو او په بل لاس نړۍ زنګوي!"
دلرغونې آریانا نه تر اوسنۍ عصري صنعتي نړۍ پورې ښځو اوپه ځانګړې توګه افغانې ښځې بیلابیل ټولنیز پړاوونه تیر کړي چې شنونکو په لڼډ ډول داسې نتیجه تر لاسه کړې : تر فیوډالۍ ټولنې پورې، ښځو د نارینه وو سره برابر حقوق درلودل او په ټولو چارو کې ېې یو شان برخه اخیستله، ځینې بیلګې یې تر اوسه په کلیو باڼډو کې د کرنې،مالدارۍ او لاسي صنایعو په جوړولو کې په افغانستان کې لیدل کیږي.د فیوډالۍ ملکیت او پدرسالارۍ سره وروورو ښځه د کلا د دیوالونو تر منځ محبوسه سوه او یوازې د کور کارونو او ماشومانو زیږولو او روزلو وظیفه ورتر غاړې سوه.
د ښاغلي م.نادر ایوبي کندهاري د"اسلام او دښځو حقوق'' کې راغلي چې: اسلام ،ښځو ته د تجارت،زراعت، صنعت،فقاهت، معلمۍ،طبابت، قضاوت، وکالت، ضمانت،شهادت او د جهاد د تشبثاتو او اجراء صلاحیت ورکړی دی.صرف د حد او جزاء تطبیق لپاره ېې ورته شرعي حدود ټاکلي دي.
په افغانستان کې دښځو ټولنیز او ښوونیز پرمختګ د غازي امان الله خان په دوره کې مخ په وړاندې بیول سوی مګر د سقاوي تورې دورې بیرته په شا تمبولی، وروسته له نادراوظاهرشاهي بياداوودخاني دوروکې عصري پرمختګونه؛سازمانيکيدل مجاهدینانواوتالبانوسره بیرته شاته تګ .
سره له دې کولای شو د افغانستان د پخوانیو او اوسنیو نامداره میرمنو(ښځو) چا چې په ادبي؛حماسي او سیاسي ساحو کې ویاړلې کارنامې تر سره کړي په لڼډ ډول نومونه واخلو:
۱-ادب اوشعرکې: بلخي رابعه،محجوبه هروي،آمنه فدوي،مخفي بدخشي،عایشه دراني،زرغونه کاکړ،بي بي نیکبخته،نازو انا،زینب هوتکي،میرمن سپینه، جهان ملکه، بی بی حلیمه حافظه،ببوجانه؛
معصومه عصمتی وردک،زینب بیات،تورپیکۍ قیوم، کبرا مظهري،ډ.زرغونه رشتین،پروین فیض زاده ملال، ثریا سدید،حمیرا نګهت، صفیه صدیقی،پروین پژواک،غوټۍ خاورې،رقیه ابوبکر،لیلا خرم، شفیقه خپلواک، مینه انتظار،غوټۍ سپیڅلې ا.د.ن....
۲-حماسی،رزمي:عینو،میوندۍ ملاله، کاکړه بخت نامه، غازي ادې، ګنج جانانه بلوڅه،بی بی مریم بلوڅه، تورپیکۍ ، بیبی رادوجانه.
۳-سیاست:::کبراء نورزايي،صالحه فاروق اعتمادي،عالیه پوپل، آمنه افضلي، حبیبه مسعود، راحله راسخ،شکریه رعد، پروین مجروح، فاطمه کیفي، فریده عثمان انوري، صایمه مقصودي،ثریا خادم،زیبا خادم،لطیفه کبیر سراج،ناهید شهید،نورجهان فارانی،سهیلا حسرت نظیمی،ښایسته سعادت لامع،ډ. فریده هوډ سیفی،نجیبه ایوبی،شکریه بارکزی،بلقیس روشن،لینا روزبه،نجیبه لیمه،بریښنا عمرخیله؛انګیزه شینوارۍ...ا.د.ن.
او په پای کې یو ډیر دروند پښتو متل رایادوم چې وايي:
"میړونه لکه غرونه دي، ښځې ېې اړمونه دي!".
په درناوي ۰۷/۰۳/۲۰۱۵دشپې ۲بجې او ۳۱دقیقې