د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له لیرې کتونکی د څلویښت وزیرانو عقل لري!

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی 30.01.2015 12:17

سیل بین عقل چهل وزیر را داره!= له لیرې کتونکی د څلویښت وزیرانو عقل لري!
پخوا به زما ارواښاد پلار په ځینو رخصتیو کې د کوم میلمه دوست سره سطرنج لوبه کوله ، نو نورو میلمنو او مونږ چې هغه وخت نوي ځوانان وو،له لیرې به مو سیل کاوه. دادا(پلارمرحوم) به هر وخت دا متل کاوه " سیلبین عقل چهل وزیره داره!".او که کوم سیل بین(کتونکي) د لاس، سترګو یا دژبې په اشاره یا خبره یوه خوا ته کوم چل وښوده، مقابل طرف که به پرې پوه شو ډیر سخت به په قار او خفه کیدهء. له ډیره قاره به یې په جګ غږ کړل:'کِششششت!'
او دادا به بیا ویل:" فیل و پیاده پیش کن، اسپ وکِشت و مآآت!!!"یعنې 'پیل او پیادې مخکې که، آسپ باندې کِشت ورکړه او مات!"
اوس چې زه د غ او ع وزیران اودسطرنج تخته ګورم، د ولس ۳۰ میلیونه زیات او کم سیل بینه خلګ به چه۳۰X۴۰=۱۲۰۰۰۰۰۰۰۰عقله ترینه جوړیږي.ع اوغ به هم یو بل ته په قار وي مګر په دې نپوهیږي چې سیلبینان د یو میلیارد او دوه لکه وزیرانو عقلونه لري!.په درنښت. .

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی/بلجیم