د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بطني جراحي کې ترکي نوښت

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی 27.09.2014 21:33

ژباړه

ترکي جراح له یوه سوري پینځه عملیاتونه وکړل.ترک جراح د طب په نړۍ کې دا لمړی ځل تر سره کړ.
د تورګوت وزال پوهنتون د طب پوهنځی اسستانت پروفیسر جراحی ډاکټر اوندر سورګیت(..Doc.Dr.Onder Surgit)،په خیټه کې دیو شق یا یو سوری له لیارې په عین وخت کې ۵ عملیاتونو په اجراکولوسره د طبابت په لیتراتور=ادبیاتوتاريخ کی خپل نوم ثبت کړ.سورګیت، د ۶ ساعتونو په ځای ټول ټال په ۳ساعتونو کې د آپریشن بشپړولو سربیره،دانفکشن خطر، د درد حس، او په روغتون کې دناروغ دپاتی کیدو وخت هم نیمایی ته را ټیټ کړل .
له ۱۹۹۰ کاله راپیل دلاپراسکوپی (.Laparascopy) پټ عملیاتي میتود تخنيکي وده وکړه او تقریباټول له ۵ ،۰ تر ۱ س.م.بیلابیل شقونو له لارې ڼنوتلو سره اجراکېدل .لاکن ډاکټر سورګیت ، په خپل ځانګړي میتود سره په لاپراسکوپی جراحۍ کې یو نوی پړاو پرانیست.سورګیت، دیوې ناروغې میرمنی په خیټه کې له یوه سوری له لارې په عین زمان کې پینځه عملیاته تر سره کړل.
سور ګیت،په ناروغې،۱ـ هیسترایکتومی(Hysterectomy)=دناروغې رحم ایسته کول،۲ـ سالپنژایکتومی(Salpengectomy)=درحم دټیوب یانل چه هګئ تون له رهم سره نښلوي،۳-اووورایکتومی(Ooverectomy)=دهګۍ تون لرې کول،۴ـ بورچ(..burch)=دادرار یا متیازو نه ټینګیدلو عمل او۵-سارکوکولپوپکسي(Sarcocolpopexy) =یعنې دمثانې دځوړندیدوعملیات اجراء کړل.مریضه په سبا دروغتون څخه رخصت شوه.
ډاکټر سورګیت د عملیات په باب داسې څرګندونې وکړې:که هر عملیات جلا جلا اجرا شوی وای لږترلږه ۲۰مینیټه او ډیر تر ډیره ۲،۵ ساعته وخت ورته پهکار ووچه ټول ۶ ساعته کیده،مګر مونږ په یو وار عملیات، له یوه سوري څخه په یو ځل بیهوښۍ(.Anesthesia) ورکولو سره په ۳ ساعته کې پينځه عملیاتونه په بری سره پای ته ورسول.همداراز دیو سوري په جوړولو سره مو د درد، او انفکسیون(Infection)=د زخمونو د چټلیدلو؛ کچه ۵ځلې کمه کړله.
له ترکي منبع (ZAMAN) سایټ څخه د ډاکټر حمیدالله زړه ور صافي ژب آړه/۲۷.سپتمبر.۲۰۱۴/بلجی