د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

( لږ غفلت د ټول عُمُر او وطن خواري!)

ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی 05.10.2015 13:10

( لږ غفلت د ټول عُمُر او وطن خواري!)
هزاره ورور به وءيل " لحظهءِ غفلت= = تمامي عمر جوالیګري" ده که پوهېږې
د زرګر ټکونه ډیر وي په سرو زرو= = خو یو ټک آهنګري ده که پوهېږې
طبابت او ډاکټرۍ کې لوی حکمت دی = = ملاوټ،دروغ ډبګري ده که پوهېږې
و ملي اتڼ ته ناڅي زاړء،ځوانان = = سټار طلوع، بازینګري ده که پوهېږې
د ملي وحدت په نوم ېې وهشت جوړ کړ= = دا بازي د جان ګیري ده که پوهېږې
اوس نو غواړي هویت دې هم برباد کړي = = عین و غََین سوداګري ده که پوهېژې
دافغان او له اسلام نه نء تیریږو = = که میلیارد سازشګري ده که پوهیږئ
ټول افغان ملیتونه سره وروڼه
د حمید زړه ور ساپي دا ملګري ده...