غزل
25.11.2014 19:25زما په زړه کی خو جانانه مینه ستا پرته ده
وایه رښتیا ګرانه چی ستا زړه کی دچا پرته ده
په ما به ورانه دا دنیا شی که ته لاړی رانه
ستا په وصال کی خو زما ټوله دنیا پرته ده
وچولی تریو شونډی موسکا خدایږو چی نه پوهیږم
چی په دی دواړو کی دی کومه یوه ما نا پرته ده
دا چی بی دم او نا ارام یمه د تل لپاره
د مظلومانو د غم غوټه می پر شا پرته ده
چی تر قی په لور روان شی تل دی مخه نیسی
وطنه مخکی دی لا دا څنګه بلا پرته ده
بد بینی تا سره ښه ښکاری زه تری کرکه لرم
محبت مینه خو په خټه کی زما پرته ده
خدایه دا شپه نه کړی سبا آن تر قیامته پوری
د ساپی څنګ ته چی پالنګ کی محبوبا پرته ده