د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

محمدالله ساپی 05.10.2015 13:08

ته مې وژنې دا مې وژني بل می وژني
تور مې وژني سور مې وژني خپل مې وژني
ته به وایې چې دا زه مرګ له پیدا یم
چې په لار کې راسره شي مل مې وژني
ستمګرو راته ډیر دامونه ایښې
دا ظالم ګوره ما څومره په چل وژني
افغانانو اوس دی ډیر ښه پیژندلې
د څو کالو نه همد ا هر ځل مې وژني
مرګ هم موږ ته خوښه کړی ده ساپیه
ځکه هر وخت مې دا مرګ بې اجل وژني