د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولی نه مرم

محمدالله ساپی 06.05.2015 11:48

د وطن د ډیره غمه ولی نه موم
ددی وخت د ډیر ستمه ولې نه مرم
چې یې هر شفق په وینو باندی رنګ دی
زه د داسی صبحدمه ولې نه مرم
ددی لوی ناورین په غیږه کی رالوی شوم
سترګی تل ډکی له نمه ولې نه مرم
نا کردی د ظا لمانو چی په زړه کړم
په درد مندو شم بی دمه ولې نه مرم
رڼایی شوله په موږ باندی حرامه
تل له لاسه د تورتمه ولې نه مرم
هر یو چا توری په موږ وازمایلی
د عرب نه تر عجمه ولې نه مرم
د هیواد می ډیر ملي افتخارات
چا کړه خرڅ په څو درهمه ولې نه مرم
د ویرونو توپانونه راروان دي
خوښی نشته یا ده کمه ولې نه مرم
دا ساپی هم دی خپل ځان لره حیران دی
څنګه پاتی تر دی دمه ولې نه مرم