بی پنجشیره نه شل کیږی
05.01.2015 11:04یو سړی پخپل وطن کی ډیر غریب شو
وږی تږی بد قسمته بد نصیب شو
نه کوم کار اونه روزګار ورته پیدا شو
نفقې ته خپل حیران او په سودا شو
ورځ تر بلی مشکلات یې ډیریدل
اولادونه یې د ولږی زوریدل
یوه ورځی کور کې ده مشوره وکړه
هندوستان په لوری ده اراده وکړه
ویلی لاړ به شم وطن د هندوستان ته
ډیر دولت دنیا به وګټمه ځان ته
که خدای وکړی ډیر به جمع کړم دولت
بیا به خلاص شو دی نیستی او دغربت
یوه ورځی دا د هند په لور روان شو
سړی لاړو مسافر د هندوستان شو
سړی تیر کړل هندوستان کی څو کلونه
ورنه پاتی وو میرمن او اولادونه
چی ګټلې هغه بیرته یی خوړلی
په دی شان یی هلته شپې سبا کولی
نه یی فکر وو کورکلی نه هیواد ته
نه یی فکر وو میرمنی نه اولاد ته
پس له څو کالو وریاد شو خپل وطن
هم وریادی شوی لورګانی هم زامن
سړی بیرته خپل وطن ته شو راستون
ځان یی ورسوو کورته په ژوندون
هم یی ښځه هم بچی یی شول خوشاله
سړی کور ته شو راستون پس له څو کاله
بیا یې ښځی ورته تیری کړی کیسې
بی له تا وې په موږ سختی دلته شپې
بیا هم ګوره ما په فضل د خاوند
ښه په نره می تیرکړی دلته ژوند
ما په چرګ چورګړی خپل بچی ساتلي
هم می نولس روپی ګوره دی ګټلي
تا به هم وی هلته ډیر دولت ګټلی
زر یی وایه چیر ته تا هغه ساتلی
سړی جیب نه یوه روپی راوویستله
بیا روپو کې یې د ښځی واچوله
ویلی ښځی شل دی نه کړې بی له مانه
دغه یوه روپې ده څومره قدردانه
بی پنجشیره دی وطن کی نه شل کیږي
نه دا نولس په حساب کی حسابیږي
نه پښتون مړ نه پښتون دی جهاد کړی
نه ورکړی دی پښتون په وطن مړی
موږ ته ګوری د خپل حق نه ورتیریږو
خړی خړی ورته ګورو تری ویریږو