د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونه

محمدالله ساپی 12.11.2014 21:45

نوم به ا وچت دی یادیدو په درست جهان پښتونه
څه شولو ستا هغه غیرت او هغه شان پښتونه
ستا سو نیکونو خو میراث ټول هندوستان ګڼلو
ځان یی وارث د بخارا او دایران ګڼلو
کلک به یی ځان هم د فولادو تر سندان ګڼلو
اوس د پنجاب نه خلاصولی نشی ځان پښتونه
څه شولو ستا هغه غیرت او هغه شان پښتونه
په څو ټوټو باندی تقسیم وجود دا ستا دی کنه
د یو پښتون کور ګوره بل ځنی جدا دی کنه
دا تور لینګی پنجابی تا لره بلا دی کنه
په دی بد حال دی ډیر راځی راته خفګان پښتونه
څه شولو ستا هغه غیرت او هغه شان پښتونه
په ارت هند کی دی تاریخ دی خپل شیرشاه وګوره
د پانی پت جنګ کی میړانه دبابا وګوره
نن د د ښمن نه په خپل کور کی یی لړزان پښتنونه
اوس دی دا خپل ځلیله ژوند د نن سبا وګوره
څه شولو ستا هغه غیرت او هغه شان پښتونه
کله دی راشی بربادی ته انګریزان پښتونه
کله دی ډوب کړی په سرو وینو کی روسان پښتونه
نن دی هم کور کی دی لښکری د جهان پښتونه
دی ګرځیدلی خپل وطن درته زندان پښتونه
څه شولو ستا هغه غیرت او هغه شان پښتونه
نن د پښتون د اتفاق خبری نشته چیرته
میرویس خان او احمدشاه لښکری نشته چیرته
هغه د ننګ او غیرت سندری نشته چیرته
وایی ساپی بیا دی خدای راوله دوران پښتونه