د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بای چانسه مسلماني ده

حشمت ناصري 09.11.2014 14:04

څو مودې مخکې د غزې په ویر کې مونږ له سره ټول فلسطینیان وګرځیدو، ټولنیزو
ټویټر، فیس بوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې انځورونه، ژړاوې، ویرونه، ښیراوې او ښکنځلې هر څه د فلسطین او اسراییل وه
د یو کافر چې په قرآن ایمان نلري او مني ېې نه
قرآن ته د سپکاوي په خاطر مو خپل سړکونه، ودانۍ او موټر وسوزول
ځینو خو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ
که به چا په دې برخو کې غبرګون نه ښوده
هغه به مو د دین په وړاندې بې مسؤلیته او بې غیرته ګاڼه

خو !
بوکوحرام ډلې انجونې وټښتولې مونږ پټه خوله
هیڅ مو ونه غندل چې د اسلام نوم او رنګه ېې بده کړه
ملا صیب په جومات کې له ۹ کلنې ماشومې سره زبرزنا کوي
وزیرستان کې د ظلم حد نور تمام ده
نه لاریون، نه ښکنځلې، نه غندل او نه د داسې مفسدینو په وړاندې جهاد
داعش چې کوم زیاتئ او وحشت له لاسه کیږي په کوبانی، او د سورېې او عراق نورو ښارونو کې ېې کوي
داسې ظلمونه، وحشت او نارواوې چې نه ېې لیکلای سو او نه ېې د لیکلو وخت او ځای سته
خو مونږ چوپه خوله او تماشاګر پاتې یو، که مو څه له لاسه کیږي هغه د هدایت دعا یا د عذاب ښیرې دي

ولې؟
اسراییل یا کوم بل غیر مسلمان دې په مونږ ظلم او زیاتئ نه کوي
خو که خپل مسلمان یا د اسلام په نوم کوم ځناور چې هرڅه کوي
د هغې په وړاندې چوپتیا کې مصلحت ده؟
که د کوباني او وزیرستان ماشوم او ځوان د فلسطینیانو په څیر اډیډاس بوټونه به په پښو کوي؟
یا د عراق او سورېې پیغلې Lee پتلنونه نه اغوندي؟
یا د کوباني کردان او د وزیرستان پښتانه عرب ندي، نو ځکه د زړه خوږي هم ندي؟

ملګریه!
قران به نه ګټو
د قرآن ضمانت خدای پاک په قرآن کې کړئ
اِنّا نحن نَزلنا الذکر واِنا له لحافظون

دین به ګټو، انسانیت او بشریت به ګټو
د ټولو پیغمبرانو او آسماني کتابونو د نزول دلیل د انسانیت بشپړ کول دي
د ځان، جهان او خدای پاک پیژندل دي
د خپل او د بل حق پیژندل او پر ځای کول دي

د داعش، بوکوحرام، طالب، ځینې مذهبي فرقو او پیرانو څخه به دین ژغورو
دوی د دین په نامه زمونږ دین ته ستر ګواښونه دي
اسلام او مسلمانانو نوم ېې بد کړي
نړیوالې رسنې هم د دین د دښمنانو په لاس کې دي
هغوی چې د فلسطین مسله لویه کړه
نو مونږ هم ورته په احساساتو راغلو
خو اوس چې هغوی په سوربې او عراق کې د داعش ظلم یا د وزیرستان ظلم باندې سترګې پټوي
مونږ هم ورنه ځان بې خبره اچولئ
ډیرئ خبرونه به د داعش په وړاندې درواغ وي

خو د داعش او نورو ډلو ټپلو ظلم و وحشت هیچا ته هم پټ نده پاتې
هغه ملایان او مفتیان چې په مازو خبرو دلته او هلته جهاد اعلانوي
اوس له ډاره که له مصلحته ځانونه غلي نیولي

قسم ده، دلته راسره هندوان، عیسویان، بودایان او نور بې دینان د اسلام په اړه بحث کوي
مثالونه ېې همدا ډلې ټپلې دي
په چا ېې منې چې دوی مسلمانان ندي او اسلام اصل کې دا شئ نده

هی هی
سخت بای چانسه مسلمانان یو
نه مو دې دنیا څخه خوند واخیست
خدای خبر چې هغه دنیا به لاس راوړو او کنه ؟
د حورو او شرابو خوبونه هم ګورو!