د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هرڅه به جوړ سي، خو دا خلک به بیا جوړ نه سي !

حشمت ناصري 10.11.2014 21:28

په پنځم یا څلورم ټولګې کې وم ۱۳۷۳ یا ۷۴ کال به وو په ګمان مې
زمونږ ښوونځئ د تنظیمي جګړو له وجې تر یو کال زیات د جبهې یا پوستې په توګه کاریده
کله چې د تنظیمیانو خپلمنځئ اخ او ډب یو څو مودې لپاره ودرید
زمونږ ښوونځئ ېې هم پریښود

لاړو خپل ښوونځي ته
هیڅه هم روغ نه وه پاتې بغیر د ښوونځې د اسکلیټ څخه
د کیمیا، فزیک او بیولوژي لابراتوارونه چي پورته ټولګیو کارل دړې وړې وه
تالار چې د سینما په توګه هم کاریده او کله کله به ېې مونږ ته ځینې تعلیمې فلمونه او کارټونان ښکارول په غوجل بدل سوئ وه
یوه څوکې او یو میز هم په ښونځې کې روغ نه وه پاتې
د کړکیو او دروازو یواځې هغه چوکاټونه پاتې وه چې دیوال کې ښخ وه، نور لرګې ېې ترې مات کړي، وړي یا سوزولي وه
د تشنابونو هیندارې او کموډونه ټول مات وه
آن تر دې چې د دیوالو څخه ېې د برق سیمونه د یو څو کیلو وسپنو په خاطر شکولي وه او .....

خدای سته ما د خپل ټولګې او ښونځې په حال وژړل
ما ته زما ښونځې تر خپل کوره کم نه وه ګران
زما په څیر ډیرو زده کوونکو ژړل
اوس خو دې نا خوالو او ورانیو سره دومره پاخه سوو، چې ژړا هم نه راځي.

د مسولیت له مخې به مې طرقي تعلیم سهار له سرمعلمیت څخه اخیسته او غرمه به مې بیرته ورسپاره
څو ورځې تیرې سوې
یوه ورځ غرمه له ټولګې راووتو
زړه مې وه چې لاړ سم دریم پوړ ته تر څو طرقي تعلیم سرمعلمیت کې وسپار
سرمعلم مو چې زمونږ او ۱۲ ټولګیو سرمعلم وه
د ښوونځې په ځینو کې ولاړ وه
راته ېې غږ وکړ؛
بچیه راوړه طرقي تعلیم دلته، پاس سرمعلمیت بند ده
ډیر یو مهربان او په وطن او ولس مین سړئ وو
که ژوندئ وي الله دې برکت، خوشحالۍ او روغتیا ورپه برخه کړي.

سرمعلم سره مونږ څو زده کوونکي څو شیبې ولاړ وو
زما او د نورو زده کوونکو د پلار او تیرو څو میاستو چې ښوونځئ بند وو په اړه ېې پوښتې وکړې
خبرې روانې وې
هر چا خپلې پوښتنې اوخبرې کولې او سرمعلم سره ېې خپله مینه اظهاروله
خبره راغله د ښوونځي په اړه چې هرڅه له منځه تللي
چا د لابراتوار غم درلو، چا د تالار
یوه د څوکیو او میزونو او بل د کړکیو او دروازو
چاته تشناب بیرته جوړول اړین ښکاریده او چاته سپورټ ځایونه او چمنونه،...

سرمعلیم صیب ډیر خپه وو
خپل خپګان ېې له مونږ سره شریک کړ
په همدې شیبه کې ېې ماسره خبرې کولې چې کتل مې سترګې ېې له اوښکو ډکې سوې
ما ویل ولې سرمعلم صیب؛
ویل ېې :
بچیه زه دې ته نه یم خپه چې ښوونځئ مو وران سه
دا هرڅه به بیرته جوړ سي
خدای به حالات ښه کړي، ښار، ښوونځي، روغتونونه او هرڅه به بیرته ودان سي
خو! دا خلک به بیرته جوړ نه سي
خلک خرابه سوه
ښوونځي چې خرابیږي ټول ولس ورسره خرابیږي
خلکو د وطن سر مینه له لاسه ورکړه
د خلکو اخلاق او تربیه خرابه سوه
بې سوادي او وحشت منځ ته راغله
دا هیڅوک هم نسي جوړولای

هغه وخت د دې خبرو په مانا نه پوهیدم
خو اوس مې وخت ناوخت
سرمعلم صیب او د هغه خبرې کټ مټ مخې ته دریږي
څومره په ځای غم ېې درلود

اوس هغه غمخواره خلک چیرته دي؟

خدایه څه سوه هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن پاک سپیڅلي خلک