د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فکر او بیان آزادي (فردي آزادي) !

حشمت ناصري 17.11.2014 23:55

شتمنه ټولنه هغه ده چې وګړي ېې د فکري اړخه شتمن اوسي
خپلواکي هم هغې ټولنه کې سته، چې ولس ېې د فکر د بیان او د ذهني شتمنیو د اراېې آزادي ولري.

د یوې هوسا راتلونکې، ویښ ولس او ودان هیواد درلودلو لپاره
مونږ باید خپل بچیان/ ماشومان داسې وروزو چې هغوی کې د
فکر کولو، پوښتلو او څیړلو
اخلاقي جرأت درلودلو او خبرې کولو
او په خپل ځان د باور درلودلو ځانګرتیاوې او وړتیاوې رامنځ ته کړو

د خپل بچیانو، ولس او هیواد راتلونکې سره دا ستر ظلم ده چې دوی د داسې وروزل سي، چې ټول عمر د کلي کور او حجرې ماحول کې ښکیل وي

زمونږ اوسنۍ ستونزه؛ (ځوانان او مشران)

کوم څه مو چې په زړه دي
د هغه د بیانولو جرأت یا آزادي نلرو
او
هغه څه مو چې په خوله دي
هغه مو له زړه نه نه دي

دې ستونزې په مونږ کې، په خپل ځان د باور نه درلودلو روحیه رامنځ ته کړې

کلي کور
ښار بازار
حجري او جومات
ښونځي او پوهنځي
او هر ځاي کې
بیلابیلې نیوکې او خنډونه موجود دي

هر څوک
ماشوم، ځوان، پیغله، نارینه او ښځه
د خبرو کولو
پوښتنو
فکر کولو او څیړلو
نظر ورکولو
نیوکو
او وړاندیزونو حق او آزادي/خپلواکي لري
دې حق ته باید احترام وسي

ماشوم مو د ماشومتوب، کم عقلي، تربېې، مشرانو موجودیت او لس هاوو نورو خڼډو سره مخ ده
ځوان مو د بې تجربه توب، مشروانو احترام، آسقالي، کلیوال او سیمه ایز دود دستور او ...
پیغله یا ښځینه خو بیچاره هسې نیم عقل لري، شیطان ېې زورور ده، نظر یا نیوکه ېې سړو ته بې غیرتي ده، پلار خو پلار ده او میړه خدای............او داسې نور بکواس فکرونه چې په وړاندې ېې موجود دي

مونږ باید د خپل فکر او بیان خپلواکي لاسته راوړو
او خپل بچیانو ته هم دا حق ورکړو او د لاسته راوړلو روحیه او وړتیا هم په کې وروزو.

ــــــــــــــــــــــــ
سید جمال الدین افغان فرمایلي؛
حق او خپلواکي ورکول کیږي نه، اخیستل کیږي !