د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

منطق ! څه دی او څه ته وايي

حشمت ناصري 12.11.2014 21:48

زده کوونکو له ښوونکي وپوښتل؛
استاده منطق څه ده، او څه ته وايي؟
ښوونکې له لږ ځنډ ورسته ورته وویل؛
یو مثال به درکم
دوه سړي ما ته راځي
یو ېې پاک او بل خیرن
زه له دواړه څخه غواړم چې حمام وکړي
نو تاسو فکر کوۍ کوم یو به ېې دا کار وکړي؟
زده کوونکو په یو غږ وویل؛
مالومه خبره ده چې خیرن !
ښوونکي وویل: نه، هغه پاک
ځکه پاک سړئ له حمام سره عادت ده او خیرن د حمام په قدر نه پوهیږي
بیا ېې وپوښتل؛
اوس څه فکر کوۍ کوم یو به دا کار وکړي؟
زده کوونکو ځواب ورکړ؛
هغه پاک سړئ !
ځکه چې عادت ده او خیرن خو دا عادت نلري
ښوونکي وویل؛ نه، هغه خیرن
ځکه هغه حمام ته ضرورت لري
نو بیا ېې وپوښتل؛
اوس څه فکر کوۍ چې کوم یو؟
هغو ځواب ورکړ؛ خیرن !
ښوونکي وویل؛ نه، دواړه
ځکه خیرن حمام ته ضرورت لري او پاک ېې عادت
نو اوس وواېۍ چې کوم یو؟
زده کوونکو زړه نا زړه ځواب ورکړ؛
استاده دواړه !
دا ځل ښوونکي ځواب ورکړ؛ نه، هیڅ یو
ځکه خیرن عادت نلري او پاک ېې ضرورت
نو زده کوونکو په اعتراض سره وویل؛
هو!
سمه ده استاده، نو مونږ څنګه پوه سو چې اوس ستاسو کوم ځواب سم ده ؟
هر ځل تاسو یو څه وایۍ
او هر ځل هم هماغه ستاسو خبره او ځواب سم وي
ښوونکي ځواب کې وویل؛
ډیر ښه، اوس پوه سوۍ چې منطق یعني څه؟
د منطق منطق او خاصیت همدې پورې تړلئ چې څه غواړې ثابت کړي !!!

نوټ : دا مطلب مې ژباړلئ، کیدای سي تاسو ېې اصلي مطلب هم لوستئ وي، نو که په ژباړه کې څه نیمګړتیا وي، ستاسو د مثبتو نیوکو څخه به منندوی اوسم.