د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اجمل خټکه

محمدالله ساپی 04.11.2014 11:43

دنيا نـــــه لاړې خداى دې وبخښه اجمل خټكه
د پښتون قـــــــــام لپاره وې د لار مشعل خټكه
نن پــه لكونو پښتانه شته پښتونخوا پرې ډكه
كله به راوړي مور دا ستا په شان كو م بل خټكه
پــــــه يـــــو مركز د پښتنو دى لوى ارمان درلوده
د ټـــول پښتون قام په شمله كې وې يو ګل خټكه
په خالي لاس به درنه سند او پنجا ب ټول لړزيده
لــــــكه خوشال نــــــــه په هيبت چې وو مغل خټكه
د غيــــــــرت چغه وى ټول عمر ته په ننګ ولاړ وې
د نـــــنګ پـــــــــه كار كې د هـــر چانه وې اول خټكه
پخپله خـــاوره كې دې خپل قـــــام لره حق غوښتلو
د پاچــــــــا خــــــان د حق دلارى وې ټينګ مل خټكه
كه په ظاهر صورت پناه شوې ستا افكار دي ژوندي
د هــــــــــر چـــــــا خوښ دي كــــه دى نظم كه غزل خټكه
د مــــــــــرګ تر ورځي استبداد ته دې سر ټيټ نه كړلو
داستبداد پــــــــــه مقابل كــــــــــــــي وې مورچل خټكه
د سيـــــــــالاني پـــــــــه شـــــــان ليدلى دې وه ټوله نړۍ
خـــــــــــو ټول جهان كې درته ګران وو ډير كابل خټكه
پـــــــــه نظم نــــــثردې تنصيف كړه څو ښايسته كتابه
څـــــــــــــــو چې دنيا وي ستا به نوم ياديږي تل خټكه
د قــــــــــام لپاره دې بــــــــې شماره تكليفونه كړه تير
پـــــــــــروادار نــــــــه وې نـــــه په بند نه په اجل خټكه
يــــــــو څــــــو بې ننګه دې زيارت نه په بمو ورانوي
خـــــــــو مــــــــا ساپي تــــــه له هر چانه يې اتل خټكه