د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

محمدالله ساپی 11.10.2014 14:08

ددنـــــــــيا ښــــكلي كلـــــــــه ښكلو د باګــــرام ته رسي
پــــــــــــه نـــارينتوب كې كله څوك زموږه قام ته رسي
چی یی مشران په ځانځانی او خود خواهی اخته شي
دنيـــا كې هــــــــغه ملت كــــــله خپل مرام ته رسي
چې چاپلوسي بـــوټ پاكي نه كوي څوك يو او د بل
كــــــــــــــه افلاطــــــون شي هــــغه كله لوړ مقام ته رسي
پــــــه سياسې لوبو نه پوهيږو صرف يو جنګ ته تكړه
ځـــــــــــكه خـــــــــو هــــــــر آغاز زموږه بد انجام ته رسي
زه خـــــــــــو د ميني لاروې يـــــــــــم ځـــــــــمه مينې پسې
ولې جـــــــــانانــــــــــــه دا ستـــــــــا مينـــــه انتقام ته رسي
راځـــــــې چـــــې نـــــوى لار پيدا كړو سباوون پسې شو
دلــته خـــــــــــو هــــــره لاره مخي د مـــــــــاښام تــــه رسي
د زړه زخـــــــــمونه رغــــــــوې مجـــــــبور د زړه نه دى ډير
ساپـــــــــى پــــــــه منډه چــــــــــې يو دم ديار سلام ته رسي