بی منطقه رقیب
14.07.2014 12:58نه رواج او نه قانون مني رقیب
نه اصلاح او نه سمون مني رقیب
اوس ھرچاته بد او رد وايي لګیادی
د خپل جھل او جنون منی رقیب
د خپل کورپه مخوروپوری خاندي
خو د ھرپردي لمسون مني رقیب
د سرسام په څیر مدام په چیغوسردی
نه آرام او نه سکون مني رقیب
نه د ټول ملت د رایو درناوۍ کړي
نه د ټولو خلکو شتون مني رقیب
نه د ښځورایی ، رایی ورته ښکاري
نه یی ووټ ته راوتون مني رقیب
نه د رایو بیاشمیرنی ته حاضردی
نه پدی کارکی ګډون مني رقیب
په وطن کی د تورتم راوستل غواړی
نه رڼا ، نه سباوون مني رقیب
نه په خپل تجرید د نرپه څیر اقرارکړي
نه د ټول ملت غبرګون مني رقیب
ولسونه ټول پسونه ورته ښکاري
نه قیام ، نه یی پاڅون مني رقیب
والدورف/جرمنی
۱۱/۰۷/۲۰۱۴