د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امير حمزه شينواری

نیک مل یون 21.02.2014 00:29

امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) (په انگرېزي: Amir Hamza Shinwari) يو پښتون شاعر ، اديب ، د ډرامو ليکوال ، فلم جوړونکی ، د راډيو وياند او ليکوال ؤ. هغه د تصوف د لارې لاروی هم ؤ او په همدې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره کړي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار گڼل کېږي.

مخينه:
امير حمزه شينوارى په ۱۹۰۷ ز. کال کې د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان په کور کې زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه.

زده کړې:
لومړنۍ زده کړې يې د لواړگي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توگه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لگي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توگه په نهم ټولگي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولگي کې نيمگړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانگړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی.

د حمزه بابا ژوند:
د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني گڼلی شي نازولی ځوی دی.

دندې او کارونه:
ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډي کوتل او تورخم تر مېنځ د اورگاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توگه بيا وروسته پخپله هم په اورگاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورگاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په گوټ گوټ وگرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده. بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنگه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤٠ زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبگري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ليلا مجنون د کيسې، سندرو او ډيالوگونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توگه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توگه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.


د حمزه بابا فلسفه:
چاپ شوي آثار

۱- د زړه آواز
۲- يون
۳- بهير
۴- پري وونی
۵- سپرلی په آينه کې
۶- د خيبر وږمې
۷- ژوند او يون
۸- د کابل سفرنامه
۹- د حجاز په لور
۱۰ د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه
۱۱- مږې څپې
۱۲- د کارل مارکس اصول د عقل په نظر
۱۳- د حمزه ژوندليک
۱۴- غزونې
۱۵- تجليات
۱۶- د خوشحال بابا يو شعر
۱۷- تذکرة الستارية
۱۸- انساني رڼا او پوهه
۱۹- د حمزه ليکونه
۲۰- غزليات (اردو)
۲۱- انسان او زنده گي
۲۲- د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم
۲۳- د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه
۲۴- د ارمغان حجاز منظومه ژباړه
۲۵- پټهان اور توهمات
۲۶- قبايل کې رسم او رواج
۲۷- ژور فکرونه
۲۸- ډرامې
۲۹- د حمزه کليات (پينځه ټوکه)