د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حامد کرزي د ولیعهد ماتېدل او وروستی شرم

نیک مل یون 16.04.2014 00:01

د حامد کرزي ولیعهد ډاکټر زلمي رسول ملاتړي د ښاغلي رسول په شاهي ډوله قدرت او ناز او ادا نازېږي او حامد کرزي په ټول ځواک سره کوښښ وکړ چې ښاغلی زلمی رامخکې کړي خو په پایله کې یې ولس په زلمي هېڅ اعتماد ونه کړ. په دې ترڅ کې حامد کرزي بل داسې الټرنټیف ته مخه کړه چې په شتون کې یې حالات منفي جهت خپلوی شي. څه چې څرګند دي هغه دا دي چې د راتلونکي ۵ کلونو لپاره به ډاکټر عبدالله په افغانستان ځکه ولسمشري وکړي چې د ۱۳۸۸ کال ټاکنو  پروسه کې ډاکټر عبدالله د امریکا د خوښې نوماند وو خو په تېرو ټاکنو کې عبدالله د معاملې په ترڅ کې خاموشي خپله کړه او دا ځل د حامد کرزي ترڅنګ د امریکا، پاکستان، ایران او روسې نوماند عبدالله دی ځکه خو به د ټاکنو د روانې پروسې روڼوالی د نړیوالې ټولنې له لوري تایید چې دا به د حامد کرزي افغان ملت ته وروستۍ له شرم ډکه لاسته راوړنه وي.
سره له دې چې حامد کرزی له پوتین سره د عقیدې او خاورې ته د خدمت له پلوه خورا ډېر توپیر لري٬ خو غواړي د روسیې تجربه په افغانستان کې تکرار او ځان ته د ۱۰ نورو کلونو حکومتدارۍ لار هواره کړي او په دې توګه د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د عبدالله په ولسمشرۍ کې افغانستان بحراني وساتي  ترڅو د راتلونکو نورو کلونو د واک لار ځان ته خلاصه کړي او د خپلو او د نورو سهامانو ورونو جیبونه ښه ورډک کړي او حالات داسې کړي چې ټول په حامد کرزي شکر وباسي او د نوموړي بیا ولسمشرۍ ته لیواله شي.
د ټاکنو کمیسیون د یوې ورځې ځنډ وروسته د یکشنبی لمړنیو ۱۰ فیصده اعلان شویو رایو  پایلې او د شنبی ماښام په ارګ کې د ډاکټر زلمي ماهرو پلویانو غونډې څخه جوتیږي چې د ټاکنو کمیسیون راتلونکې نورې قسمي یا ابتدايي رایې بل ډول اعلانوي. راتلونکو قسمی نتایجو کې (د ټولو رایو تر ۵۵ فیصده) که چیری د مهارت او احتیاط څخه کار واخیستل شی نو په لاندې توګه به وي، خو د بې احتیاطۍ سره به پایلې تردې هم زیاتې بې شرمې وي:

نور

استاد سیاف

ډاکټر زلمی رسول

ډاکټر عبدالله عبدالله

ډاکټر اشرف غني احمدزی

نوم

8%

6%

17%

31%

38%

فیصدی

په دې توګه به د ټاکنو په کمیسیون د ډاکټر غني پلویانو اعتبار لږ ورزیات کړي خو په ورته وخت کې به یې ډاکټر زلمي رسول ته په وروستيو پایلو کې له دوه اړخونو ډیر چانس ریزرف کړی وي. یو د هغه په خپله ۱۷ فیصده رایه او بل د استاد سیاف او نورو کاندیدانو په لوړې فیصدې او په ترڅ کې به یې د خلکو چوپتیا دې ته زمینه برابره کړي چې د ټاکنو کمیسیون ټوله پاتې لمړنۍ نتیجه (د ټولو رایو ۱۰۰٪) لاندې پوړیو ته ورسي:

نور

استاد سیاف

ډاکټر اشرف غني احمدزی

ډاکټر زلمی رسول

ډاکټر عبدالله عبدالله

نوم

2.5%

4%

29%

30.5%

34%

فیصدی

تر دې اعلان وروسته به د ټاکنو کمیسیون یو څه دیکتاتور او میدیا کې به یی حضور کم شي او وروستۍ پایلې به هم په همدې توګه اعلان کړي.
په دې کار سره به د ډاکټر غنی پلویان د ټاکنو کمیسیون لخوا په بی شرمانه توګه درغلي سره غوسه شي او د کرزي د خوښې پر ضد به د ډاکټر عبدالله ملاتړي شي او په نتیجه کې به کرزی وروستی شرم هم د ځان سره د هیواد څخه په وتلو خپل او افغانستان او افغانان به ټوټه ټوټه، مظلوم، بی حیثیته او بې صاحبه کړي.