د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې په لمړي پړاو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي ۵۰+۱ فیصده رایه خپله نشوه کړی؟

نیک مل یون 28.04.2014 11:55

د افغان ولس د غوث اکثریت ملاتړ له ډاکټر اشرف غني احمدزي او د نړیوالې ټولنې اعتماد ته په کتو، اټکل کېده چې ډاکټر غني به په لمړي پړاو کې ۵۰+۱ فیصده رایه خپله کړي، خو د لاندې علتونو له امله د توقع خلاف پایله راووته:
۱: ډاکټر اشرف غني احمدزي خپل حزب نه درلود ترڅو په سیاسي ايډیالوژي سمبال له پورته تر ښکته د منظمو تشکیلاتو په رڼا کې یې کمپاینیزه مبارزه کړې وی.
۲: د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د ډېرو احزابو او شوراګانو ملاتړ د ډېرو قصابانو رول تر سره کړ او د کمپاین په منظمې طرحې راټول نه شول.
۳: په هغو سیمو کې چې ممکن ډاکټر اشرف غني احمدزي په کې ډېره رایه تر لاسه کړې وی، له ټاکنو وړاندې د ۱۰۰۰ په شاوخواکې مراکز تړلي وو او د ټاکنو په ورځ ۱۳۹ نور مراکز هم وتړل شول.
۴: له بده مرغه اوس هم په هېواد کې ټاکنې او نورې سیاسي کړنې سمتي او قومي رنګ لري. له ډاکټر عبدالله عبدالله پرته نور ټول نوماندان پښتانه ول چې په ترڅ کې یې د ډاکټر غني رایه ووېشل شوه.
۵: په ځای ددې چې احزاب او مشران رېښتینې کار ته مخه کړي، ټوله ورځ به له ډاکټر اشرف غني احمدزي راټول ول او د ځان غوښتنې لپاره به یې ورته لوی لوی ژمنې کولې خو د عمل څرک به یې نه ښکارېده.
۶: احزابو او شوراګانو هېڅ منظم کار ونه کړ. د بېلګې په توګه، که چېرې دوۍ کار کړی وی نو ولې مشرقي شورا، سولې کاروان، افغان ملت او ملي تحریک ونشو کولی حتا په منظم ډول مشرقي ولایات یې سره ویشلي وی او هر یو د ناظرینو په برخه کې د یوه ولایت مسولیت په غاړه اخیستی وی چې نن با دا ننګونه نه وه.
۷: د کمپاین ځینې مشران یې یا بدماشان ول او یا هم شاعران یعنې پر ځای ددې چې سیاسي شعور خلکو ته ورکړي ډېر غیر سیاسي کمپاین یې پرمخ بیوه.
۸: ټولو مراکزو ته ناظرین نه وو ګمارل شوي، ناظرینو ته سم ټریننګ نه وو ورکړل شوی، ناظرینو ته لازم امکانات نه وو ورکړل شوي او پر ځای ددې چې د ناظرینو ژمنتیا ته پام شوی وی ناظرین د پیسو په بدل کې استخدام شوي ول.
۹: د ټاکنو خپلواک کمېسیون اکثریت غړي له اشرف غني پرته نورو نوماندانو په ځانګړي توګه ډاکټر عبدالله عبدالله ته وفاداره ول.
۱۰:د ډاکټر اشرف غني مقابل نوماندانو په ځانګړي توګه ډاکټر عبدالله عبدالله سازمان یافته تقلب له واړندې پلان کړی وه او په پراخه پیمانه تقلب یې وکړ.
۱۱: د ډاکټر اشرف غني پلویان د خوش باورۍ په دریاب کې ډوب ول او فکر یې کاوه چې هرڅه په خپل سر فوق العاده ښه روان دي او دا اړتیا یې نه لیده چې حتا څو دقیقې  د یو پلان په جوړولو او تطبیق یې کار وکړی وی.
۱۲: ځینې ويښ ځوانان یې په مجازي نړۍ کې ډوب ول. دوۍ فکر کاوه چې څه په فیسبوک کې تېرېږي د هېواد په کلو او بانډو کې هم همدا حال دی.
۱۳: ډاکټر اشرف غني پلویان ډېر په دې فکر وه چې د عبدالله د نفوذ ساحه کې اړتیا نشته چې خپله انرژي مصرف کړو خو دې ته یې فکر نه وه چې که چېرې دوۍ هلته رایه نه درلوده نو د ناظرینو په شتون سره یې خو دا کار کولی شو چې د نورو د تقلب مخه ونیسي.
۱۴: د ډاکټر غني پلویانو ونه شو کولی چې د ډاکټر غني اسلامي پروګرامه او خپل اسلامي ارزښتونه د هېواد کلو او بانډو ته ورسوي په ځانګړي توګه مدرسو ته ترڅو د نورو شومې دسیسې شنډې کړي.
۱۵: چون په نورو ټیمونو کې د نظار شورا جاسوسان ورننوتلي ول نو ځکه خو ځینو نورو ټیمونو په یوه خوله د ډاکټر غني د ټیم خلاف کار کوه چې میدان یې ډاکټر عبدالله عبدالله ته شغالي پرېخوستی وه.
۱۶: په هغو سیمو کې په ځانګړې توګه په پښتنیزه سیمو کې چې د ډاکټر غني د نفوذ ساحې وې د خلګو د فیصدي رایه د لاندې دلایلو له امله کمه وه:
۱۶.۱:  د خلکو وېره او ډار د نا امنۍ له کبله
۱۶.۲:  کلتوري محدودیتونه چې په ترڅ کې یې دخځینه وو ونډه ډېره کمه وه
۱۶.۳:  له دینې ارزښتونه لږ یا ناسم پوهاوی چې په ترڅ کې یې ځینو داسې فکر کاوه چې که چېرې زه رایه ورکړم نو که راتونکي کې که ولسمشر کومه ګناه کوي نو زه به هم د هغې برخه واوسم
۱۶.۴:  ځینو داسې فکر کاوه چې هرڅوک راځي په ما یې څخه یعنې هغه مشر او موږ یې رایت
۱۶.۵:  چې  کله به دې ورته ویل چې رایه ورکړه بیا به یې در ته په ځواب کې وویل چې ته زما مشر یې ته چې څه کوې هغه زما هم
۱۶.۶:  او کله به دې چې شعوري نظریه ورکوله بیا به یې داسې فکر کاوه چې پیسې ده اخیستي خو قصیده په ما پخوي.
۱۷: د نورو نوماندانو په ځانګړې توګه د ډاکټر عبدالله له لوري د پیسو وېشل په ځینو پښتنو مشرانو ترڅو رایه ورته راوړي او د اشرف غني رایه راکمه کړي.
۱۸: د ډاکټر اشرف غني احمدزي ځینو ملاتړو خپله رایه وکاروله خو خپله کورنۍ، خپلوان، ګاونډیان او د رفت آمد ساحو خلک یې دې ته ونه هڅول چې هم خپله رایه ورکړي او هم نور وهڅوي.
۱۹: ځېنې تنګ نظره افراد له ډاکټر غني راټول ول. دوۍ فکر کاوه که چېرې د کار سړی اشرف غني ته نژدې شي نو ددوۍ ځای به له منځه ولاړ شي او هم ځینو داسې فکر کاوه چې کواکې اشرف غني وزارت ته کاندید دی یعنې یو کس به چې ددوۍ د خوښې خلاف وه او له ډاکټر غني سره به یوځای شو نو دوۍ به وارخطا شول. دوۍ داسې فکر نه کاوه چې اشرف غني ولسمشرۍ ته کاندید دی چې د کامیابۍ په پایله کې یې ټولو ته خپل ځای پیدا کېږي.
۲۰: او ځینې پرځای ددې چې د اشرف غني د کامیابۍ لپاره کار وکړي، د کابینې په جوړولو او ځان ته د خپل ځای په پیدا کولو بوخت ول.