د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رحمان بابا ته لیک

عنایت الله پویان 16.07.2012 21:47

باباجانه! پرون شپه مې په خوب کې لیدلې، را څخه خپه غوندې وې او راته دې ویل:هغه مهال اوهغه وخت چې انګریزي استعمار زما د ښکلي پښتونخواپه روغ بدن د ډیورند د مردارې کرښې په نامه د بیلتانه د ظلم زور چاړه را کاږله او زما د ښکلې نازنینې لورګۍ [ پښتونخوا] اندامونه یې په دو برخو سره ویشل، ته په کوم خوب کې ویده وې ـ ولې دې هغه مهال زما د نازنینې لورکۍ [پښتو بی بی] چیغې ترغوږو نه شوې او د څه لپاره دې د هغې مرستې لپاره ور ؤنه دانګل او هغه معصومه جلکۍ دې یوازې پریښودله چې د  انګریز او د پنجاب سامراج يې په شهادت ورسوي ؟ او ما درته ویل:باباجانه! هغه مهال زه د کم عمر نادان ماشوم ؤم او د ټول افغان د سیمې دښمنانو قبیلوي ناوړو جګړو ته هڅولم او د ناپوهۍ د شیطان سیوری را باندې پروت ؤ،د پوپلزي، غلجي، دراني، افریدی مومند،ځدران،مسید، بابکرخیل، کاکړ،هوتک،اکاخیل، میچن خیل، حسین خیل، د برې پښتونخوا او کوزې پښتونخوا او داسې نور----- نومونه یې را باندې ایښی وو او د ټول افغان د دښمنانو له دسیسو او توطیعو سره مخ ؤم او بیا دې را څخه د خپلو غزلو او شعرونو او د پښتو بی بی د سلامتیا په هکله پوښتنه ؤکړه او ما درته ؤ ویل: باباجانه! ستا غزلې او شعرونه د خدای په فضل او رحمت بیخي روغ او جوړ دي خو د پښتوبی بی مجاز راته سم نه بريښي، هغه ناروغه ده او د ټول افغان د سیمې خلکو او طبیبانو د ځان مرګو بریدونو له لاسه له دغه ځای څخه پښې سپکې کړې دي او د هغې خوارکۍ د درملنې لپاره طبیبان نشته چې د هغې لپاره دې د درملو پټۍ ګانې ولګوي او زه اوزما ملګري زاړه شوي یو او نشو کولای د پښتو بی بی د درملنې لپاره عملی ګامونه اوچت کړواو د ټول افغان د سیمې ځوان نسلونه د ځان ځانۍ په نا روغتیا وو اخته دي اود پښتو بی  بی نا روغتیا او نا روغتیا ترې هیره ده ـ                                                        
با با جانه! په پخوا زمانو کې به د پوهې او هنر خاوندانو شعرونه لیکل او اوس دا مهال سړي وژونکي قاتلین او ټوپک سالاران هم د خپلې خوښې شعرونه لیکې او ځانونه حماسي شاعران او لیکوالان بولي او بې وزنه شعرونه یې د رسنیو په صحیفو کې  په  پراخه پیمانه خوریږي او د ړندو قضاوتونو تش په نامه لیکوالان یې د مخکښو شاعرانو  په نومونو ساده  لوحو اوخوش باوره خلکو ته په غلطه توګه په ښکلو عباراتو ور پیژني   
بابا جانه! له بده مرغه خبرمې تر لاسه کړ چې ستا په مبارک قبر د دهشتګرو ډلو ټپلو له خوا ځان مرګي بریدونه شوي دي او ستا هدیره یې در ورانه کړې ده ـ پلار جانه! ته مه خپه کیږه ، د ټول افغان د دښمنانو په دغو نادودو او کرغیړنو کړنو ستا لوړمقام ته تاوان نه رسیږي، ستاهدیره به له سره جوړه شي او د پښتوبی بی د درملنې لپاره به بیا له سیمې او منطقې څخه تښتیدلي طبیبان را ستانه شي ـ بابا جانه! را ته دعا ؤکړه چې ؤکولای شم  د شعر او ادب په خوږې دنیا کې ستا د مبارکو پښو په پلونو پل کیږدم او د پښتو بی بی غاړې ته د پښتني ادب له باغچو څخه د ګلانو حمیلونه جوړ کړم ـ  د خدای ښه دې وي ستا د عاطفي لارې لاروی: